يمين: د فساد په تور يې د لويو لارو د تلو ټول کارکونکي له دندو شړلي
خبريال ويبپاڼه/د افغانستان د ټولګټو چارو وزير انجينر نجيب الله يمين تازه رسنيو ته ويلي چې د فساد او په خپلو دندو کې د ناخيړۍ په تور يې د ټول هیواد په سطحه د لویو لارو د تلو ټول کار کوونکي له دندو شړلي دي.
د ښاغلي يمين په خبره چې ياد کارکونکي د هیواد په لويو لارو کې د دې لپارل ګمارل شوي وو چې په لويو لارو د باروړنکو موټرو وزن کنټرول او له اضافه وزن څخه مخنوي وکړي تر څو له دې لاري د لويو لارو او سړکونو چې ملي شتنۍ دي ساتنه وشي.
د ټولګټو وزير ښاغلي يمين نه يوازي دا چې ياد کارکونکي له دندو ګوښه کړل بلکې هغوی يې د لويو لارو په تخريب او قانون ماته ونه تورن کړل. د هغه په خبره د سړکونو او لويو لارو ويجاړ او خراب حالت ددې ښکاره ثبوت دی چې د لويو لارو د تلو کارونکو په خپله دنده کې ناغيړي تر سره او قانون يې ماته کړی دی.
ښاغلي يمين زياته کړه چې د لويو لارو د تلو کارکوونکو نه يوازي دا چې د باروړنکو موټرو د ټاکلي وزن مخنوی نه کاوه، بلکي له هغو موټرو يې روپې او رشوت هم اخيسته چې د ټاکلي اندازي زيات وزن به يې بار کړی وو.
د ټولګټو چارو وزير انجينر نجيب الله يمين په يو تازه مرکه کې ويلې چې دلويو لارو د تلو کارونکي يې له هغه وروسته له دندو وشړل چې په اړه يې ترانسپورتي ادارو او عامو خلکو شکايتونه وکړل.
د هغه په خبرو د ټولګټو وزارت څيړونکي پلاوي ياد شکايتونه د دوو مياشتو په ترڅ کې ښه برسې او وڅيړل بلاخيره څيړونکي هيات ته دا معلومه شوه چې د لويو لارو د تلو ټول کارکوونکي په غلا او رشوت اخيستلو کې ښکليل دي د ښاغلي يمين په خبره دوی ددې ستونزې د حل په موخه څه باندي۵۰ کار کونکي چې مديران او ساتونکي او عادي کارمندان دي له دندي ګوښه او لري کړل.
بايد وويل شي چې په افغانستان کې ډیری سړکونو له جوړيدو وروسته په کمه موده کې خراب او ويجاړ شوي دي چې عمده دلايل د سړکونو ټېټ کيفيت ، زيات وزن او نا امني ده.
هېره دې نه وي چې د کابل کنداهار لويه لار چې د افغانستان تر ټولو لويه او مهيمه لار ده له سخت بد حالت سره مخ ده.
د يادي لويې لاري ډيری برخي د وسلوالو طالبانو د ماينونو پواسطه ويجاړي او ځينې نورې يې د سړک د ټېټ کفيت او زيات وزن له امله تخريب شوي دي.
Comments are closed.