The news is by your side.

افغان جګړې امریکا کې محبوبیت بایللی

خبریال وېبپاڼه/ یورواېشیا رېویو خپرونه وایي، ډېری امریکایان او په ځانګړي ډول د جو بایډن اداره له افغان جګړې ستړي شوي او ژر تر ژره د پای ته رسېدو هڅه یې کوي.
دغه خپرونه په یوه مطلب کې لیکي، چې افغان جګړې په امریکا کې خپل محبوبیت بایللی دی او ډېری امریکایان په دې باور دي چې دغه جګړه بې مانا او له بې ځایه لګښتونو پرته بله هیڅ ګټه نه لري.
سرچینه زیاتوي، چې د بایډن اداره هم نه غواړي په افغانستان کې خپلې بې مانا او بې پایه جګړې ته دوام ورکړي، ځکه خو یې د سولې اړوند بېړنۍ طرحه هم چمتو کړې ده.
د سرچینې په خبره، امریکا د افغان سولې په اړوند یوه طرحه وړاندې کړې ده چې ښکېل اړخونه یې ردوي او نه غواړي چې یو بل سره په ګډه د یو نظام تر چتر لاندې کار وکړي. د خپرونې له لورې خپرې شوې اوږدې لیکنه کې راغلي، روغه جوړه چې مهمه موضوع ده او تر لاسه کول یې ګران کار دی د افغانستان د اوږدې او خونړۍ جګړې د پای ته رسولو کیلي ګڼل کېږي او ښکېل اړخونه باید نور خنډونه جوړ نه کړي.
لیکنه کې راغلي، په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره هر ډول پرېکړه له خطره خالي نه ده، ځکه چې که امریکایي سرتېري وځي نو طالبان واک ته رسېږي او که نه وځي نو دا جګړه به دوام پیدا کوي او دغه هېواد به د ترهګرو په ځاله بدلېږي.
لیکنه کې راغلي چې په ترکیه کې د سولې په اړه جوړېدونکي کنفرانس ته هیلې شته او ډېری کارپوهان په دې باور دي چې دا ناسته به یوې هوکړې او اوربند ته زمینه برابره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې نژدې راتلونکي کې به د سولې په اړه د ترکیې په استانبول کې مهمه غونډه جوړه شي، چې د سولې او جګړې د برخلیک په اړه به مهمې پرېکړې پکې وشي.
دلته په هېواد کې تر بل هر وخت جګړې زور اخیستی او هره ورځ لسګونه ملکي وګړو او عامو خلکو ته پکې مرګ ژوبله اوړي، چې عام افغانان یې سخت اندېښن کړي او د اوربند غوښتنه کوي.

Comments are closed.