د ترکیې کنفرانس جزیات پټ ساتل سوي
خبریال ویبپاڼه/ د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسون خبر ورکړی چې د ترکیې راتلوونکي کنفرانس جزیات له خلکو پټ ساتل سوي، او په دې هکله دې کمیسون انتقاد کړی.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسون مشرې شهرزاد اکبر ویلي چې په دې کنفرانس کې د نارینه وو، ګډون د بریا یوازنی فرمول نسي کیدلای.
او په دې کنفرانس کې مدني نهادونو او ښځو ګډون ته هم په هم کمه سترګه کتلي چې په دې هکله يې هم انتقادونه کړي دي.
هغې وویل په لسو ورځو کې د افغانستان د برخلیک ټاکلو لپاره یوه لویه غونډه جوړیږي خو هیچا هم ولس ته مالومات ورنکړل هغې عبدالله، طالبان، امریکا، افغان دولت، ملګري ملتونه او کوربانه هېوادونه مخاطب کړل چې باید ولس ته یې په دې اړه مالومات ورکړي وای.
د بشري حقونو د مشر ې له قوله نه د دوی له کمیسونه، مدني ټولنو، او د قربانیانو کورنیو ته څومره چې لازمه ده ونډه نه ده ورکول سوې.
دا اندېښنې په داسې حال کې څرګندیږي چې ښايي په ډیر نژدې راتلوونکې کې د طالبانو او افغان دولت پلاوي په ګډون د یو شمېر ښکېلو او سیمه ییزو هېوادونو په برخه اخیستنې سره د ترکیې استانبول کې یو کنفرانس جوړ سي چې د افغانستان د راتلوونکې نظام او جګړې ختم لپاره به یوه حل لاره و ټاکل سي.
د دې کنفرانس په اړه بیلابیلي ګنګوسې موجودي دي چې دي چې څه به پکښي مطرح او وویل سي ډيری لوري وایي چې د کنفرانس په پیل پای سره به د افغانستان د راتلوونکي نظام بحث وسي او په دې اړه د امریکا هغه طرحه وړاندې يې جوړه کړې او شریکه کړې وه هم و ارزول سي.
له دې سره تر خوا د افغان ولسمشر له لوري تر ټاکنو وړاندې د یوې طرحې یادونه هم سوې او د استانبول غونډې په جوړیدلو سره به د ولسمشر دا طرحه هم وړاندې سي چې.
تراوسه پوري د یوې واحدې طرحې په لرلو سره د دې کنفرانس جوړیدلو تکل نه دی سوی خو ښايي د ډیرو طرحو په شتون سره به یوه واحده پریکړه کیږي
ترکیې کنفرانس ته د مشرانو په ګډون عام افغانان هم زیاتي هیلې لري
Comments are closed.