حکمتیار: د واک له لېږد پرته سوله نه راځي
خبریال وېبپاڼه/ د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي، تر هغو چې اوسنی حکومت له واکه لاس په سر نه شي او نوی موقت حکومت جوړ نه شي، د سولې او اوربند راوستل امکان نه لري.
حکمتیار زیاته کړې، چې طالبان هم په دې شرط اوربند مني چې نوي او همه شموله حکومت ته د واک انتقال تضمین شي او بیا د سولې خبرې د یوې مطلوبې نتیجې د ترلاسه کولو لپاره پیل کړي.
نوموړي دا هم ویلي چې له اوربند پرته نوي حکومت ته د واک انتقال ممکن نه دی او نه هم دا چاره عملي ده، ځکه خو باید لومړی اوربند وشي. هغه څه چې طالبان یې نه مني.
د حزب اسلامي مشر د سولې په اړه د حکومت اوسنۍ طرحه د بهرنیانو د فشار نتیجه بولي او وايي، چې په دې طرحه کې هم په لوی لاس مغالطه شوې او باید په کور دننه د سولې لپاره برنامه جوړه شي.
حکمتیار وايي په دې طرحه کې د سولې پروسې د تخریب او د جنګ د دوام هڅه شوې او په لوی لاس د سولې د نیمکله پروسې ګډوډولو ته لار جوړېږي، چې افغانان باید په هیڅ صورت اجازه ور نه کړي.
ګلبدین حکمتیار وايي، چې د حزب اسلامي پلویانو تر کابل وروسته په ننګرهار او هرات ولایتونو کې پراخې غونډې کړې او که د دوی غوښتنې ونه منل شي ښايي د حکومت پر وړاندې ملي پاڅون پيل شي.
دا لومړی ځل نه دی چې حکمتیار د موقت حکومت او د اوسني حکومت د ړنګولو نارې وهي، تر دې وړاندې یې هم وار وار ویلي چې باید اوسنی حکومت استعفا وړاندې کړي او موقت حکومت رامنځته شي.
دا چې نوموړی ولې دا ډول څرګندونې کوي، بېلابېل اړخونه لري، خو عمده اړخ یې دا دی چې نوموړی د پاکستان په اشاره خبرې کوي او څه فرمایش چې له هغې خوا ورکول کېږي، دی یې دلته د خپلو پلویانو په مرسته بدرګه کوي.
رښتیا دا دي چې پاکستان په افغانستان کې یو مقتدر نظام نه غواړي، ځکه خو په غیر مستیقیم ډول دلته د موقت حکومت د رامنځته کېدو ډنډوره توده ساتي، چې دا د هیچا په ګټه نه ده.
Comments are closed.