په افغانستان کې د بلې جګړې خطر
خبریال ویبپاڼه/ په دې وروستیو کې یوځل بیا د امریکايي سرتیرو د ژر وتلو په هکله اوازې ګرمې سوې او په دې اړه د امریکا ولسمشر بایډن هم چتمو والی ښودلی.
خو له نورو غبرګونونو سره سره د افغان دولت مذاکراتي پلاوي هم د امریکايي د ژر وتلو په هکله خپله اندېښنه څرګنده کړې او زیاته کړې يې ده کچیري امریکايي ځواکونه له افغانستانه وزي نو پایله به يې ژر سوله نه وي.
د دې پلاوي یوې غړې فوزیې کوفي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د امریکايي ځواکونو ژر وتل د دې معنی نلري چې ژر سوله راسي بلکي لا به هم جګړې پیل سي.
هغې وویل د افغانستان راتلوونکي ته اندېښنه لري او په اوسني حالت کې امریکا د خپلو سرتیرو د وتلو پریکړه کوي نو پایله به یې سوله نه بلکي یوه بله جګړه وي او د تیرو کلونو لاس ته راوړنې به ټولې له منځه ولاړې سي هغې د افغان میرمنو د وضعیت په هکله هم خپله اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې نړیواله ټولنه باید هرڅه ته پاملرنه وکړي.
د افغان مذاکراتي پلاوي اندېښنه په داسې وخت کې را سربیره کیږي چې تازه داسې ګنګوسې دي چې ښايي د امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره کومه پریکړه سوې وي یا وسي، تر دې وړاندې پوځي امریکايي چارواکو ویلي یوازي د بایډن امر ته په تمه دي ترڅو هغه ورته ووايي دوی پوره چمتوالی لري چې له افغانستانه ووزي.
خو امریکا ته په کور دننه او سیمه ییزو هېوادونو غبرګونونه ښودلي او ویلي یې چې باید په دې شرایطو کې خپل ځواکونه له افغانستانه ونه باسي خو یو شمیرو بیا د امریکايي ځواکونو وتل خوښ کړي.
تیره ورځ سپینې ماڼۍ هم په شکمنه توګه وویل چې بایډن به د سرتیرو د وتلو پریکړه حتمي کوي خو لا هم تراوسه داسې نه مالومیږي.
امریکا ته دوه انتخابه؟
امریکا د افغانستان په اړه دوه انتخابه لري ترڅو له جګړو خلاص سي یو یې دا دی چې خپل ځواکونه به له افغانستانه باسي او بله خبره داده چې باید د سولې د توافق لپاره خپلې هڅې نورې هم زیاتي کړي د سولې وروستۍ موقع د ترکیې استانبول کنفرانس په ګوته سوی د دې کنفراس لپاره باید امریکا هڅه وکړي چې ښه ګټه ترې پورته کړي ځکه چیري خپل سرتیري په افغانستان کې پريږدي نو له مي میاشتې وروسته پرې طالبانو د جګړې کولو ګواښ کړی
Comments are closed.