The news is by your side.

پاکستان او ایران ته د ملګرو ملتونو خبرداری

خبریال وېب پاڼه/ پاکستان او ايران ته د افغان کډوالو ته د نه پاملرنې په اړه خبرداری.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کميشنري وايي، د اقتصادي ستونزو له امله ډېری کډوال خپلې لومړنۍ اړتياوې نه شي پوره کولای.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کميشنري په ايران او پاکستان کې افغان کډوالو ته د نه پاملرنې په اړه خبرداری ورکړی دی.

دې ادارې سره له دې چې پاکستان او ايران کې يې له افغان کډوالو سره د همکارۍ وړانديز کړی دی، عيني وخت کې خبرداری هم ورکړی او ویلي يې دي چې د کډوالو په اړه بېغوري به پر پاکستان او ایران منفي اغېزې ولری.

ورته وخت کې بيا د کډوالو او راستنېدونکي چارو وزارت ويلي چې ايران او پاکستان له افغان کډوالو سره همکاري کولو ته ژمن شوي دي او په وينا يې اروپايي ټولنه او ملګري ملتونه هم له دې هيوادونو سره په دې برخه کې مرسته کوي.

خو يو شمېر هغه افغان کډوال چې له ګاونډيو هېوادونو څخه راستانه شوي دي، وايي چې ايران او پاکستان کې ناوړه چلند ورسره شوی دی.

په نړۍ کې د کرونا ویروس پراخوالي سره د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې له ایران او پاکستان هېوادونو څخه غوښتي چې د افغانستان کډوالو په وړاندې بې تفاوته پاتې نه شي.

د ملګرو ملتونو سازمان ویاند سټیفان دوجاریک وايي، د دې بنسټ د شمېرو له مخې په اوس مهال کې له دوه میلیونه څخه زیات ښاریان په ایران او پاکستان کې ژوند کوي.

خو د کرونا ویروس پراخېدو څخه زرګونه تنه کډوال له دې دواړو هېوادونو څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د کډوالو چارو وزارت له نړیوالې ټولنې څخه غوښتي، چې له احتمالي زیان لیدونکو هېوادونو او په ځانګړې توګه افغانستان سره مرسته وکړي او خبرداری ورکوي چې په دې برخه کې بې پامي د کرونا په وړاندې نړیوالې مبارزې ته زیان رسوي.

په افغانستان کې هم د افغان کډوالو په وړاندې بیا د کوربه هېوادونو له لوري د تبعیضي چلند څخه نیوکه کیږي.

د هېواد یو شمېر اوسیدونکي چې تازه د ګاونډیو هېوادونو څخه راستانه شوي دي د کوربه توب څخه ښه خاطره نه لري.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ کمیشنرۍ د شمېرو په بنسټ هر ورځ یو زره پنځه سوه تنه له ایران څخه افغانستان ته را ستانه کیږي او په روانه میلادي میاشت کې څه کم ٦٠ زره کډوال له دې هېواد څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

له پاکستان څخه هم د پولو خلاصېدو سره بیا په څو ورځو کې زرګونه تنه کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance