د ملایعقوب په مشري پېښور کې د طالبانو د جګړې غونډه !
خبریال وېبپاڼه – د طالبانو د مرستیال ملا یعقوب په مشري په پېښور کې د طالبانو مهمه غونډه وشوه چې سراج الدین حقاني؛ مولوي کبیر؛ مولوي عبدالحکیم شرعي؛ نورمحمدثاقب؛ مولوي عبدالقدیر عرف حاجي احمد او ګڼ نور طالب مشران ورته رابلل شوي وو.
د کوټې شورا یوه غړي خبریال وېبپاڼې ته وویل چې غونډې ته په افغانستان کې په جګړه بوخت دطالبانو ځینيوالیان او نظامي قوماندانان هم وربلل شوي وو.
غونډه کې چې تېره ورځ وشوه طالبانو نظاميقوماندانانو ته امر کړی چې افغانستان کې بریدونه زیات کړي؛ سړکونه؛ پلنه او عامه تاسیسات له منځه یوسي.
غونډه کې پرېکړه شوې ده چې ټول نظامي مسئولین دې افغانستان ته ستانه شي او سراج الدین حقاني به پاکستاني مقاماتو سره په ګډه پر اغزن تار طالب قوماندانانو ته افغانستان ته د تګ لار برابروي.
په پېښور کې د حقاني شبکې یو بل غړي هم خبریال وېبپاڼې ته د دیادې غونډې پخلی وکړ او ویې ویل چې له کوټې او کراچي را غلي مېلمانه لا هم په پېښور کې دي.
سرچینه وايي چې ښايي داځل پر حکومت د فشار اچولو په موخه وسله وال طالبان ډله ایز او ځانمرګي بریدونه هم وکړي.
غونډې دا پرېکړه ځکه کړې ده چې د دوی په وینا د مۍ تر لمړۍ نېټې امریکاييځواکونه له افغانستان نه نه وزی او دوی به لوی او پراخ بریدونه کوي.
په پېښور کې تر غونډه وروسته له قطر نه طالبانو خبر ورکړ چې دوی د ترکیې په کانفرانس کې ګډون نه کوي.
د افغانستان د سولي په موخه د ترکیې کانفرانس د روانې اپریل میاشتې پر (۶) نېټه را بلل شوی وو؛ افغان حکومت ددې کانفرانس لپاره خپل پلاوی اعلان کړ او د ګډون ژمنه یې وکړه.
د کوټې شورا غړي وايي چې د پېښور غونډې پرېکړه کړې چې تر مۍ میاشتې وسله وال طالبان په ښارونو او امنیتي ادارو ته نېژدې ځانونه ځای پر ځای کړي او د امریکايي ځواکونو د نه وتلو په صورت کې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې بریدونه وکړي.
که څه هم تر اوسه پوري افغان حکومت د طالبانو دې غونډې ته رسميغبرګون نه دی ښودلی؛ خو تر دې وړاندی د افغانستان د امنیت شورا ټولو امنیتي ارګانونو ته د تیارسئ امر کړی وو.
Comments are closed.