حیات: د کابل ښار د امنیت د ټینګښت لپاره د نوي پلان خبر ورکړ
خبریال وېبپاڼه/ سره له دې چې د کابل ښار د امنیت د ټینګښت مسوولیت له تېرو څو میاشتو راهیسې د ولسمشر محمداشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح اخیستی، خو اوس هم له دغه ښاره وخت ناوخته د ناامنیو راپورونه ورکول کېږي.
اوس تازه د کورنیو چارو سرپرست وزیر حیات الله حیات د کابل ښار د ډاډمن امنیت او عمومي نظم د تامین لپاره د نوې برنامې د پلي کېدو خبر ورکړ، چې په وینا یې له دې سره به د امنیتي وضعیت له اړخه د خلکو شکایتونه کم شي.
حیات پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې د کابل د امنیتي وضعیت د سمون په خاطر یې نوې برنامه ترتیب کړې، چې په مرسته به یې ښاریان په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د جنايي جرمونو د کموالي شاهدان واوسي.
هغه زیاته کړې:(( کابل د هېواد د پلازمېنې په توگه تر ټولو پر نفوسه ولایت دی او موږ به دلته ډېر ژر د عمومي امن او نظم د لا تامین لپاره ځانګړې برنامه پلې کړو.))
که څه هم نوموړي د یادې برنامې د جزییاتو په هلکه مالومات نه دي ورکړي، خو په خبره یې، د قانون د تنفیذ او عامه امن او نظم د تامین لپاره یې ځانګړې برنامه ترتیب کړې، چې لومړی به یې په کابل او بیا په نورو لویو ولایتونو کې پلې کړي.
په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزیر تېر ماښام د کابل ښار له درېیمې حوزې هم کتنه کړې او د پولیسو منسوبینو ته یې هدایت کړی، چې د ترهګرو، زورواکو او قانون ماتوونکو په وړاندې له زغم کار وانخلي او خلکو ته د امنیت د ټینګښت په خاطر خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.
له تېرو څو میاشتو راهیسې د کابل ښار د امنیت مسوولیت د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح اخیستی، خو بیا هم وخت ناوخته د ناامنیو راپورونه ورکول کېږي.
اوس تمه شته چې د کورنیو چارو نوی وزیر حیات الله حیات به د کابل ښار د امنیت د ټینګښت لپاره د نوې برنامې د پلې کېدو له لارې عمومي امن او نظم کې مثبت بدلونونه راولي، تر څو حداقل جنايي او ترهګریز فعالیتونه کم او حداقل د خلکو سر خوندي وي.
ولسمشر غني څه باندې درې اوونۍ وړاندې حیات الله حیات د کورنیو چارو د سرپرست وزیر په توګه وټاکه، چې د چارو د شنونکو په باور، د حیات تېر ماموریت او له خلکو سره د نوموړي اړیکو ته په کتو ښايي دا دروند بار تر منزله ورسوي.
Comments are closed.