The news is by your side.

امريکايان به بیا هم و نه وزي/ تحليل

خبريال ويب پاڼه/ کله چې امريکا د بوش واکمنۍ پر مهال خپل سرتيری افغانستان ته ليږي نو د امريکا د بهرنۍ پاليسي په پام کې نيولو سره، کانګريس پريکړه کوي او وروسته د امريکا اجرائیه پوځي برخه لاس په کار کيږي او همدا پريکړه چې خپل سرتيري افغانستان ته ليږي.

د شلو کلونو په تيريدلو سره امريکا دلته مصارف او د دوی په وينا زرګونه سرتيري يې ووژل سول، خو په ډيرو سختو شرايطو کې يې ځان کمزوری نکړ او جګړې ته يې دوام ورکړ.

دغه وخت افغان پوځيان د اوس په پرتله هومره ځواکمن هم نه وه او امريکايانو يې په لومړۍ کرښه کې ملګرتيا کوله.

اوس چې افغان ځواکونه د جګړې مقاومت جوګه، دي امريکا څخه هومره مصارف نه کيږي په جګړه کې زياته ښکېلتیا نلري او همدارنګه د سرتيرو او اډو شمېر يې هم کم شوی نو بيا به بايډن چيري دومره په اسانۍ خپل سرتيری وباسي.

د‌ امريکا بهرنۍ باوري پاليسي، او د سنا مجلس د غړو سر سخت مخالفتونه هغه څه دي چې په سپټمبر کې به هم امريکا سرتیري و نه باسي او يوه بله بهانه به وکړي.

پخوا هم طالبانو دوی ته حلوا ته پخوله همدا درې زره کسه ورته طالبانو ووژل خو دوی باک ونکړه نو اوس چې افغان جګړه يوازي افغا ځواکونو ته خونړۍ ده نو ډ ملیاردو ډالرو مصرف کوونکي او تاواني امريکايان به کله افغانستان پريږدي.

تر سپټمبر مياشتې حالت نور هم خرابيږي که اوس پر بهرنيو ځواکونو بريدونه نه کيږي نو له مي مياشتې وروسته به حتمي پرې بريدونه هم کيږي بيا نو امريکا سل فلمې نوري هم کولای سي چې حالات خراب دي.

طالبان جګړه نه پریږدي امریکا خپل ماموريت په چل ول اوږدوي، دوی په درې ورځې هم وتلی سي چې خوښه يې سي خو تاسو به په سپټمبر کې همدا بايډن يو ځل بيا ووينئ چې نوې نېټه به اعلان کړي.

سمه ييز تحليلونه دا دي چې امريکا افغانستان او د افغانستان ستراتيژيک موقعيت هيڅ وخت له لاسه ورنه ورکوي خو که يې وس کيدی نو له جګړه ييزې ښکېلتیا څخه ځان ګوري.

په سنا او کانګريس کې ناست ټول سياسون تقریبا له افغانستانه د امريکايي سرتيرو په وتلو نه دي خوښ نو که بايډن و هم غواړي بيا هم حکومتي او بهرنۍ پاليسي نسي ماتولای.

کله چې امريکا سلګونه ميليارده ډالر مصرف کړل د درې زړه په شاوخوا کې يې سرتيري قرباني ورکړه نو بيا په دومره اسانۍ وتل او پر ژمنو يې باور کول ماشومتوب دی.

په افغانستان کې جګړه د امريکا له موخو څخه ده ځکه که‌ جګړه نه وي د امریکا ولس نړۍ عام افغانان دوی په زوره شړلی سي.

له مي وروسته جګړې او پر دوی بريدونه بيرته کلونه کلونه افغان جګړه اوږدولی او د امريکايانو شتون زمينه برابروي.

افغانانو ته که طالب ده که‌ سياسي او يا هم دولتي ده لومړی په امريکا باور و نه کړي دويم ژر تر ژره يوې هوکړې ته ځان سره ورسوي، چې وروسته له جګړې بيا حتمي ده او له شک پرته‌ امريکا له افغانستانه وزي.

خو جګړه او هر بريد‌ دوی ته په قانوني ډول لاره هواروي چې دلته پاتي سي، امريکا که و هم وزي نو دلته يې سفارت پاتيږي چې په‌خپل سفارت کې د خپل استخباراتي تداوم لپاره زيات سرتيري ساتلی سي.

امريکا له سولې ورورسته او جګړه کې افغانستان کې پاتي ده او د دوی دا شتون به کلونه نور هم ونيسي.

د امريکا حکومتونه زموږ غوندي نه دي چې ورځنۍ پريکړي کوي هغوی شل کلنه بهرنۍ او کورنۍ پاليسي جوړوي او بيا هغه کې بدلون رامنځته کول لوی کار غواړي پر افغانستان برید او د لته سرتيري د دوی د شل کلنې او ياهم تر دې زيات د‌ پاليسۍ برخه ګرځيدلې بايډن درواغ وايي امريکا يي سرتيري به دومره ژر افغانستان پرې نه ږدي.

د دوی دوحې هوکړې ته په کتلو ټولې همداسې هوکړې دي نه په سپتمبر او نه به هم راتلوونکي سپټمبر کې ووزي.

 

په درنښت

Comments are closed.

koi finance