The news is by your side.

د سرتیرو وتلو ته د سي ای اې سخت غبرګون

خبریال ویبپاڼه/ د بایډن له هغه اعلان وروسته چې و یې ویل د سپټمبر تر ۱۱ ټول سرتیري له افغانستان باسي د امریکا استخباراتي ادارې سخت غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې د ټولو سرتیرو ایستل عجبه دي.

د سي ای اې لوړپوړو چارواکو ویلي چې له افغانستانه دومره ژر د ټولو سرتیرو ایستل به د القاعدې او داعش ډلې سره مرسته وکړي ترڅو بیا وړتیا پیدا کړي او د همدې امریکا پر ضد بریدونه وکړي.

انتقاد دا دی چې باید ټول سرتیري له افغانستانه ونه ایستل سي ځکه افغانستان به یو ځل بیا د ترهه ګرو په ځاله بدل چې بیا به امریکا او ټولې نړۍ لپاره ګواښ وي.

په ورته وخت کې د امریکا د سنا مجلس غړي هم په دې اعلان سخت قهریدلي او ویلي یې دي چې په اوسني وخت کې داسې پریکړه کول احمقانه او دښمن ته تسلیمدل دي.

د سي ای اې مشر بل برنز ویلي که چیري امریکايي او متحدین ځواکونه وزي نو په افغانستان کې د پام وړ خطره موجودیدلای سي هغه اندېښنه وښودله چې د القاعدې په ګډو به یو نورې ترهه ګرې ډلې یو ځل بیا سر راپورته کړي او بریدونه به ترسره کړي.

د محلي استخباراتو یوه بل مشر ایوریل هینس وویل چې د ترهه ګرو سره تر خوا افغانستان ته نور هېوادونه لکه چین روسیه ایران او شمالي کوریا هم خطر جوړولای سي.

په کور دننه امریکا کې د سرتیرو ایستلو په وړاندې سخت مخالفتونه بې څه نه دي او داسې ښکاري چې د امریکا دولت به یوځل بیا د خپلو سرتیرو د ایستلو په اړه په فکر کولو ته اړه سي

د بایډن په خبرو کې داسې ښکاره سوه چې زه له افغانستانه سرتیري باسم خو دا ښکاره نسوه چې څه وخت هغه یوازي اشاره وکړه چې زه به د سرتیرو دا شتون بل ولسمشر ته پرې نه ږدم خو دا یي ونه ویل چې هرڅومره ژر کیږي خپل سرتیري باسي.

د امریکا له دې اعلان وروسته نورو هېوادونو هم چې افغانستان کې  پوځي حضور لري په همدې نېټې د سرتیرو ایستلو پریکړه وکړه چې له امریکا سره به یوځای وزي همهاغه خبره سوه چې یوځای راغلي یو ځای به ځو.

Comments are closed.