The news is by your side.

د سرتیرو له وتلو وروسته طالبانو ته د امریکا پیغام

خبریال ویبپڼه/ امریکا ویلي له خپلو وتلو وروسته به په افغانستان کې حالت او هرڅه څارې او دوی به غافله نه وي هغوی  طالبان مخاطب کړي چې  فعالتیونه يې څارې او له دې وروسته هم افغانستان کې د حالاتو په هکله موږ غافله نه یو

امریکا د خپلو سرتیرو د وتلو په هکله خبرداري وروسته چې په سپټمبر میاشیت کې يې له دې هېواده باسي ویلي که په دې موده کې يې سرتیري له برید سره مخ سي نو دنیا به پربله واړوي سخت ځواب به ورکړي.

د امریکا دفاع وزارت له افغانستان د سرتیرو وتلو په هکله تازه څرګندونې کړې او زیاته کړې يې ده چې په دې موده کې باید دوی له کوم خطر سره مخ نه سي.

د پنټاګون ویاند جان کربي، ویلي د بایډن ادارې د ټولو اړخو په سنجولو سره خپله وروستۍ پریکړه کړې چې د سپټمبر تر ۱۱ به خپل پوځیان له افغانستانه باسي.

هغه هیله کړې چې په دې موده کې يې سرتیري له کوم خطر سره مخ نه سي او کچیري داسې کومه پریکړه وسي نو په پوره دقت سره به سخت ځواب ورکول سي.

کربي یوځل بیا خپله ژمنه تازه کړه چې افغانستان ته سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي او امریکا په هر وخت د افغانستان ترڅنګ ولاړه ده، چې اوس هم امریکا يي مشران په دې لټه کې دي چې افغانستان سره کومې امنیتي همکاري وکړي.

کربي وویل د افغان د تجهیز په برخه کې ژمن خو نور په دې هېواد کې پوځي حضور په ډيپلماټیک حضور بدلوي، خو موږ یوې خبرې ته اوس هم اندېښنه کې یو چې هغه د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه ده موږ هیله لرو چې افغانان په خپلو منځونو کې کښیني او هېواد ته سوله راولي.

امریکا پر داسې حال له افغانستان د بیا او راتلوونکې همکاریو ژمنه کوي چې تازه يې له دې هېواده د سرتیرو ایستلو پریکړه کړې چې پر مهال يې ډير غبرګونونه رامنځ ته سوي سیمه ییز هېوادونه دا سمه پریکړه نه بولياو په کور د ننه هم دا پریکړه یوه ژر او احمقانه پریکړه بلل سوې، او زیاته سوې چې د امریکا له لوري دا پریکړه د ماتي په معنی ده

Comments are closed.

koi finance