د امریکا او روسیې تر ټولو خطرناکه ټکرونه
خبریال ویب پاڼه/ وسیې د امریکا لس ډیپلماټان شړلي او سفیر ته يې هم د تللو وړاندیز کړی خو امریکا بیا هغه قضیه چې روسیې طالبانو ته د امریکایانو د وژلو ادعاپکښي سوې راپورته کړې.
لومړی امریکا
څو میاشتي داسې راپورونه خپارل سول چې ادعا کیدله روسیه د امریکايي ځواکونو د وژلو لپاره طالبانو ته پیسې ورکوي چې زیات شکونه او ناندرۍ يې راپورته کړې.
د امریکا شکونه
یوځل بیا څارګرانو شکونه کړي چې ښايي د روسیې له لوري دا چاره ترسره سوې وي، دا شکونه نور هم د اعتبار وړ سول چې امریکا پر روسیه یو شمېر بندیزونه ولګول او ورسره هممهاله له افغانستانه د امریکايي سرتیرو د وتلو اعلان وسو.
د امریکا ولسمشر ویاند په خپلو تازه څرګندونو کې د دې شکونو په هکله تقریبا منځنۍ کچه ټاکلې او ویلي يې دي چې د دوی څارګري مسرتایه باورلري او او د دې باور کچه منځنۍ اوسط ټاکلی سو.
بایډن لا کله چې ولسمشر نه وو، په ډونالډ ټرمپ انتقاد کاوه ټرمپ د دې ادعاوو له امله ولې ځان روسیې سره نه مخامخ کوي خو اوس ولسمشر سوی یوځل يې بیا د خپلو څارګرانو په مټ دا موضوع رسنیزه کړې.
خو روسیې د امریکا دا ادعا رد کړې چې دوی دي طالبانو ته د امریکایانو د وژلو بدل کې جایزې ورکړې وي.
د تیر ۲۰۲۰ کال د امریکا مشهوره ورځپاڼې نیویارک ټایمز په خپل یوه راپور کې د څارګرو ادارو د مالوماتو له مخې دا ریپوټ خپور کړ چې روسیه د امریکایانو د وژلو لپاره طالبانو ته پیسې ورکوي خو ټرمپ د نیویارک ټایمز دا راپور دروغ وباله.
هغه مهال چې جوبایډن د ټرمپ سیال وو، پر ټرمپ يې تور ولګاوه یعني له روسیې څخه ډار لري که چې ځان ترې څنګ ته کوي او له ورسره مخامخ کیدلو ډډه کوي.
د روسیې اقدمات
روسیې په خپل وروستي اقدام کې د امریکا لس ډيپلماټان له خپلې خاورې شړلي او همدارنګه يې سفیر ته هم د تللو وړاندې کړی روسیې دا اقدام وروسته له هغه وکړ چې تیره ورځ امریکا په یو لړ مواردو کې پر روسیه بندیزونه ولګول.
ښايي د دواړو هېوادونو ترمنځ دا کړکیچ نور هم اوږد سي ځکه دواړه یو بل ته په قهر دي او غواړي د خپلو تیرو کړنو بدلونه یو له بل څخه واخیلي
Comments are closed.