The news is by your side.

که تاوتریخوالی روان وي بایډن خپله پریکړه بیرته اخیستلای سي

خبریال ویب پاڼه/ اکسپریس ټربیون ورځپاڼې په خپله تازه بیان کې د افغانستان اوسني وضعیت ته کتنه کړې او ویلي يې دي چې په دې هېواد کې اوسنی حالت خراب دی او د دې لامل نسي چې بایډن خپله پریکړه باندې بیا کتنه وکړي.

په مطلب کې راځي چې ښايي همداسې وسي او دا پریکړه له امکانه لیري هم نه ده چې بایډن به بیرته پر خپه پریکړه کتنه او بیررته له سره غور وکړي.

مالومات وایي که څه هم بایډن بې شرایطو دومره لوی قدم پورته کړ چې د امریکا په تاریخ کې يې د یوې اوږدې جګړې د پای ته رسولو تکل وکړ خو خلکو داسې فکر نه کاوه، خو دافغانستان اوسنی وضعیت اندېښنموونکی دی.

مطلب کې راځي په نژدې راتلوونکې کې د افغانستان په هکله د ترکیې کنفرانس جوړیږي چې افغان دولت په دې کنفرانس کې د ګډون په هکله هو ویلي خو طالبانو  په دې کنفرانس کې د ګډون لپاره نه ویلي او کیدلای سي چې ګډون ونکړي خو که داسې وسي چې د سولې پروسه زیانمنیږي او دا د سیمې د هېوادونو په تاوان دی نو بیا هرومرو پاکستان، چین، روسیه او ترکیه پر طالبانو فشار راوړي چې په دې کنفرانس کې باید ګډون وکړ او د سولې پروسه بریالۍ کړي.

بایډن پر داسې مهال د خپلو سرتیررو د وتلو اعلان وکړ چې تر بل هروخت د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې طالبانو تاوتریخوالی زیات کړی او په لیري پرتو سیمو کې پر افغان ځواکونو بریدونه کوي چې سیمه ییز هېوادونه او افغانان يې اندېښمن کړي.

که چیري تاوتریخوالی همداسې ادامه پیدا کړي نو ښايي د سپټمبر میاشت کې هم امریکایانو ته وویل سي چې وضعیت خرابیدونکی دی او افغانستان په یوه ناورین اوړي نو حتمي خبره ده چې امریکا به د دې خطرونو د دفعې لپاره یوڅه کوي.

خو د شننونکو او هېوادونو له نظره خطرونه لا له وړاندې متوجې دي هغوی وایي چې د امریکايي ځواکونو  په وتلو سره به یوځل بیا افغانستان د ترهه ګرو په ځاله بدل سي چې د افغانستان سره سره به سیمې او امریکا ته لوی ګواښ پیښ کړي دوی وایي چې امریکا باید په مناسبو شرایطو کې له افغانستانه ووزي

Comments are closed.

koi finance