سایمون ډېګېنز: د طالبانو ماتول ساده کار دی
خبریال وېبپاڼه/ که څه هم وسله وال طالبانو دومره پیاوړې ډله نه ده، لکه څومره چې دوی په نظامي ډګر کې ځان مخکښ بولي، خو بیا هم د دوی د نظامي قوت په اړه کله ناکله ډول ډول تبصرې کېږي.
په دې برخه کې عمومي نظر دا دی چې په افغانستان کې د جګړې ختمولو او د طالبانو مهارول دومره لویه مسئله نه ده، لکه څومره، یې چې په نړیواله کچه بحثونه راپورته کړي او د یوې معظلې په سترګه ورته کتل کېږي.
په دې اړه د امریکا پخواني متقاعد پوځي سایمون ډېګېنز هم ورته نظر لري او د طالبانو د نظامي قوت په اړه یې ځینې څرګندونې کړې دي.
هغه ویلي، چې که نړیوال افغان دولت پیاوړی کړي، نو طالبان به په خپله مهار او له جګړې به لاس واخلي، ځکه په هغه کچه نظامي قوت نه لري، لکه څومره چې ځان ښيي.
ده زیاته کړې، چې د طالبانو د ماتولو لپاره باید افغان حکومت په سیاسي او نظامي ډګر کې تر دې حده پیاوړی شي، چې اوسنیو ننګونو ته ځواب ووايي.
نوموړي همداشان زیاته کړې، چې که پر طالبانو مالي منابع وچې شې؛ نو یاده ډله به د جګړې لپاره څه پیدا نه کړي، چې دا چاره به طالبان اړ کړي، ترڅو پرته له کوم شرط افغانستان کې روانه جګړه ودروي.
ډېګېنز همداشان د افغان ځواکونو پر پیاوړتیا او د تېرو شل کلونو پر لاسته راوړنو هم ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې امریکا باید هیڅ وخت د تېرو لاسته راوړنو لپاره شوې قرباني ضایع نه کړي.
افغان شنونکي هم په دې باور دي، چې د وسله والو طالبانو ټول قوت د نشه يي توکو چاقاق او د هېواد له یو شمېر ولایتونو د قیمتي ډبرو او نورو طبعي منابعو ګټه اخیستنه ده او که دا نه وي، نور طالب وسله وال له هر اړخه مات دي، ځکه په خبره یې، اوس طالبانو د پخوا په پرتله د نړۍوالو لخوا نه حمایه کېږي او مالي منابع یې په وچېدو دي.
دا بحث داسې مهال رامنځته کېږي، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو سره سم ځینو دا اندېښنې مطرح کړي، چې ښايي طالبان بیا واک ته د رسېدو هڅه وکړي. هغه څه چې افغان ځواکونه یې په وړاندې په کلکه ولاړ دي.
Comments are closed.