The news is by your side.

د امریکا نوې طرحه؛ طالبانو ته د خطر زنګ

خبریال وېبپاڼه/ امریکا وايي، چې له افغانستانه د بهرنیو سرتېرو تر وتلو وروسته هم د ترهګرۍ د قوت تهدید موجود دی، خو دوی په داسې طرحه کار کوي، چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته شته ګواښونه له منځه یوړل شي.
دوی ویلي، چې افغانستان کې لاهم د ترهګري ګواښ موجود دی او د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته ښايي طالبان جګړې شدېدې کړي او خپلو هوکړو ته ژمن پاتې نه شي او د جګړې له لارې واک ته د رسېدو هڅه وکړي.
د امریکا پوځ د مرکزي قومنداني قومندان جنرال مک کینزي د امریکا د استازو مجلس دفاعي کمېټې غړو ته په استماعیه غونډه کې ویلي، چې لاهم د طالبانو پر نیتونو شک موجود دی او په اوسنیو شرایطو کې له افغانستان څخه د سرتېرو ایستل ناوړه او خطرناکې پایلې لرلی شي.
نوموړي اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې احتمال شته، چې افغانستان کې یو ځل بیا القاعده په ټول قوت سر راپورته کړي او امریکا او نړۍ ته خطر وګرځي، چې دا هیچاته د منلو وړ نه دی.
کینزي زیاته کړې، چې دوی په یوې داسې طرحې کار روان کړی، چې په افغانستان کې د ترهګرو د بیا راپورته کېدو په صورت کې امریکا کولای شي، چې په اساني سره یادې ډلې وځپي او پرېنږدي چې نړۍ ته خطر پېښ کړي.
د ده په خبره افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له شتون پرته ترهګري سره مبارزه ستونزمنه ده او په دې اړه د امریکا پوځ او دیپلوماتان د سیمې هېوادونو سره پر داسې یوه هوکړه لیک کار کوي، چې له مخې به یې افغانستان کې یو شمېر امریکايي سرتېرې د ترهګري ضد مبارزې لپاره پاتې کېږي.
هغه پسې زیات هکړې، چې دوی به یو تعداد سرتېري افغان خاوره باندې تم کوي، تر څو شته ګواښونه له منځه یوسي او د سیمې د وضعیت په اړه خبر اوسي.
که څه هم د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي و چې له افغانستانه خپل ټول سرتېري وباسي، خو د دغه هېواد دفاع وزارت اوس بیا د یو شمېر سرتېرو د تم کېدو خبره کوي.
مالومه نه ده چې دغه سرتېري به له افغان ځواکونو سره په جګړو کې برخه او که به په استخباراتي برخه کې کار کوي، خو رښتیا دا دي چې امریکا په هېڅ صورت افغانستان کې خپل حضور، هغه که نظامي وي او یا غیرنظامي پای ته نه رسوي.

Comments are closed.

koi finance