د نه منلو دود: د عبدالله يو ملګری د فاریاب نوی والي نه مني
خبريال ويب پاڼه/ افغان دولت د فارياب ولايت لپاره نوی والي ټاکلی ترڅو په دې ولایت کې له دې نه وروسته دولتي دنده مخ ته يوسي، خو د ملي روغي جوړي شورا مرستيال یې نه مني.
عنایت الله بابر فرهمد چې د عبدالله ملګری او د ملي روغې جوړې شورا مرستيال دی د فارياب نو والي محمد داود ټاکل نه مني.
هغه خبر داری ورکړی چې د خلکو د غوښتنې په پام کې نه نيولو سره د حکومت دا پريکړه د منلو وړ نه ده.
د ده له نظره داسې ښکاري چې دولت په خپل سري توګه نوی والي ټاکلی او د فارياب خلکو سره سلا نه ده سوې او نه يې دی خوښ.
نن افغان دولت محمد داود د نقيب الله فايق پرځای د فارياب نوی والي و ټاکه چې له دې مخالفت سره مخ سو.
د فرهمند غبرګون ته تراوسه دولت څه نه دي ويلي او ښايي ډير ژر محمد داود خپله نوې دنده پيل کړي.
تر دې وړاندې نقيب الله فايق دا دنده مخ ته وړله.
د نه منلو دود
د افغان ولسمشر محمد اشرف غني تيره دوره چې بيا ورڅخه د ملي يوالي حکومت تشکيل سو، د جمهوري ریاست ټاکنو په موده کې چې کله اشرف غني او عبدالله عبدالله مخکښ نوماندان سول نو بيا چې به هر بدلون په ټاکتو کې راته عبدالله نه مانه او ډيری، اوس چې کوم چارواکی خپله د دولت کومې پريکړي و نه مني نو بيا يې د نه منلو مشهوره دود ياد ته راځي.
فرهمند د دولت د نوي والي د ګمارنې پريکړه نه مني دا موضوع ځکه د پام وړ ډه چې د حکومت غړی دومره سر کرښي کوي د خپل مشرتابه پريکړه نه مني او له بله پلوه نوموړی د عبدالله عبدالله ملګری دی چې په نه منلو کې لوی شهرت لري.
ډاکتر عبدالله عبدالله اوس د افغانستان د ملي روغي جوړي شورا مشر او ښاغلی فرهمند يې مرستيال دی فرهمند د فارياب د نوي والي ټاکل د خلکو د غوښتنې خلاف عمل بللی او ويلي يې دي چې دا ګمارنه ورته د منلو وړ نه ده.
هغه ويلي چې واقعي جمهوريت هغه دی کله چې د يوې سيمې د خلکو سرنوست ټاکل کيږي بايد له اوسيدونکو او مشرانو يا هم ولسي استازو او حد اقل بايد يوڅه له سيمې خبر سازه سړی وټاکل سي، خو په دې حساسو تاريخي او امنيتي شیبو کې داسې ټاکته د جمهوريت ملا ماتوي.
فارياب د افغانستان له مهمو سرحدي او بندري ولايتونو څخه دی چې تر ډيره بريده يې امنيت هم خراب او ډيری سيمې يې د امنيتي تهديداتو سره مخ دي چې ښايي دولت محمد داود د دې ولايت ډ وضعيت د ښه کولو او امنيت تامين لپاره ټاکلی وي خو فرهمنديې نه مني او وايي چې دولت بايد داسې نه وای کړي
Comments are closed.