The news is by your side.

ښه خبر:  سږ کال ننګرهار کې د کانکور ازموینه ګډون کوونکې شمېر زیات وو

خبریال ویب پاڼه/ د کانکور ملي ادارې له لورې د ننګرهار په پوهنتون کې، د دې ولایت د دولسم ټولګیو، د ۲۷۹۲ نجونو په ګډون د ۱۴۳۳۲ زده کوونکو څخه د کانکور ازموینې بهیر نن سهار پېل او څلور ورځې به دوام وکړي.

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل وویل: ” په ننګرهار کې د د دولسم ټولګیو د ۲۷۹۲ نجونو په ګډون ۱۴۳۳۲ تنو د کانکور ازموینې لپاره نوم لیکنه کړې چې د تېرو درې ورځو په موده کې بیومیټریک او د څلور ورځو په موده کې به ورڅخه د کانکور ازموینه واخیستل شي چې د ازموینې بهیر نن عملاٌ پیل شو.

هغه د ازموینې بهیر څخه د لیدنې پر مهال د کانکور د ګډونوالو څخه وغوښتل چې په پوره حوصله سوالونه حل کړي، په دقت د خپلې وړتیا له مخې د خوښي پوهنځی انتخاب کړي او همدا راز یې زده کوونکو ته د کانکور د شفافیت ډاډ ورکړ. ”

د ننګرهار پوهنتون رئیس وویل: ” د کانکور ملي ادارې سره یې ټول استادان همکار دي او هېچا ته اجازه نه ورکوي چې شفافیت ته زیان ورسوي، همدا راز یې زیاته کړه، ننګرهار پوهنتون سږ کال د ۴۴۰۸ تنو محصلینو د جذب ظرفیت لري. ”

د کانکور ملي ادارې څخه د ګمارل شوي پلاوي مشر قدرت الله احمدي وویل، د کانکور ملي اداره مسؤلیت لري چې په شفاف ډول د ښوونځیو با استعداده زده کوونکي پوهنتونونو ته د محصلینو په توګه ور وپېژني او په دې برخه کې هېڅ ډول اړيکې ورته ارزښت نه لري، هغه د ولایتي ادارې څخه مننه وکړه چې د بیومیټریک او دمګړۍ د کانکور ازموینې بهیر کې یې په امنیتي او نورو برخو کې ورسره همکاري پیل کړې. ”

د کانکور ګډونوالو عزت الله او سلېمان د کانکور د سږنۍ پروسې څخه خوښي وښوده او زیاته یې کړه چې په منظم ډول د بیومټریک مرحلې ترسره کېدو وروسته ورته د ازموینې مناسب چاپېریال هم برابر شوی دی.

د ننګرهار په یو شمېر ولسوالیو او مرکز کې نا امنیو د پوهنې وضعیت هم ټکنی کړی خو بیا هم په دومره لویه کچه کانکور کې د ځوانانو ګډون ډیره ښه خبره کیدلای سي، او لاهم هیلې سته چې دا ځوانان به يې ډیری لوړو زده کړو کولو ته لاره ومومي

Comments are closed.

koi finance