د طالب جهاد/ سبا امریکا په نښه کوي که افغانان؟ تحلیل
سبا د مۍ میاشتي لومړۍ نېټه چې د طالبانو او امریکا ترمنځ هوکړه پای ته رسیږي او طالب ته نور د هوکړي پلمه هم پای ته رسیږي خو طالبان یوځل بیا پر امریکا د برید نه کولو لارې چارې لټوي.
په روژه کې دې ډلې ته وویل سول چې باید د روژې مبارکي میاشتي په موده کې اوربند وکړي او جګړه ونکړي خو دوی وویل چې په روژه کې جهاد کول ثواب لري خو د دوی جهاد کې یوازي تر دې مهاله عام افغانان او افغان امنیتي ځواکونه له منځه تللي.
سبا ورځ که چیري طالب پر امریکایي برید وکړ امریکايي وګواښه او امریکایانو ته یې د خپلې سرغړونې سزا ورکړه نو طالبان به رښتیا هم د امریکا دښمنان او پرخپله خبره او ژمنه ولاړ خلک وي خو که چیري دوی بیا هم عام افغانان ووژل بیا یي هم د ښار منځ کې ځانمرګي برید وکړ د افغان ځواکونو پر پوسته يې برید وکړ نو بیا طالب ته کوم نوم باید یاد سي.
امریکا طالبانو ته په ګواښ کې ویلي که چیري يې پر ځواکونو بریدونه وسي نو له سخت غبرګون سره به مخ سي هغوی د خپلو سرتیرو د ساتنې لپاره افغانستان ته تازه دمې سرتیري او د توغندیو پرمختللی سیسټم اراوړی، ترڅو له خپلو سرتیرو څخه دفاع وکړي او طالبان پرې و ویروي.
طالبان به بریدونه وکړي؟
تراوسه پوري د طالبانو له لوري داسې کوم څه نه ښکاري چې امریکا ته دي ګواښ کړی وي او ودې ډاروي طالبان که څه هم خپلې جګړې ته د جهاد نوم ورکوي خو تیر کال په افغانستان کې زرګونه افغانان ټیپان سوي او وژل سوي وو، خو هیڅ یو بهرنی سرتیری نه په نښه سوی او نه هم وژل سوی دی.
طالبانو د بایډن له اعلانه وروسته چې خپل سرتیري به په مي میاشت کې له افغانستانه باسي طالبانو خپل غبرګون کې پر دوی د بریدونو کولو مستقیمه خبره نه ده کړې خو یوازي یې امریکا ته زارۍ کړې چې پر موږ بریدونه و نه کړي.
د طالبانو اوس د مي میاشتي هیره او ویلي يې دي چې بهرني سرتیري باید په اپریل کې د دوی پر ټاکلې نېټه ووزي که نه وي له بریدونو سره به مخ سي د طالبانو دې موخې او جګړو ته په کتلو د دوی په لیکو کې د یوه شمېر ویښو کسانو فکر سوی او غواړي چې نور یاهم په عمومي ډول پر امریکایانو هم بریدونه وکړي خو هغه کسان په نښه سوي وژل کیږي او یاهم ګوښه کیږي د طالبانو دا غاړي وايي که جهاد وي باید امریکایان هم ترې خوندي نه وي او که چیري جهاد نه وي نور باید پر افغان ځواکونو او ملکیانو هم بریدونه ترسره نه سي.
خو د طالبانو عمومي موخه داده چې جګړه وکړي او ښايي غواړي ځان په دې توګه قدرت ته رسوي اوس هم خپلې جګړې ته د جهاد نوم ورکړی خو دا داسې جهاد چې کافر ترې خوندي او مسلمان پکښي وژل کیږي
Comments are closed.