The news is by your side.

هغه مهم هېوادونه چې د طالبانو اسلامي امارت ‌نه غواړي

خبریال وېبپاڼه/ که څه هم نړۍ وار وار د وسله والو طالبانو د اسلامي امارت سره مخالفت ښوودلی او د هغوی د واکمني دوره یې د افغان تاریخ توره دوره بللې، خو تازه څلورو مهمو هېوادونو د طالبانو د اسلامي امارت له تاسیس سره مخالفت ښوولی دی. 

په دغو هېوادونو کې امریکا، روسیه، چین او پاکستان شامل دي او ټینګار یې کړی چې هېڅ وخت په افغانستان کې د طالبانو د اسلامي امارت د بیا تاسیس سره موافق نه دي.

تېره ورځ د مسکو کې د افغان سولې په تړاو غونډه جوړه شوې وه، چې د افغان حکومت سربېره په کې روسیې، چین، امریکا او د پاکستان استازیو ګډون کړی وو.

دوی دا دریځ هم په همدې غونډه کې څرګند کړی دی.

د یادې ناستې په تړاو د غړو هېوادونو په مشترکه اعلامیه کې په افغانستان کې د طالبانو له لوري روانه جګړه غندل شوې او له یادې ډلې غوښتل شوي، چې ژر تر ژره دې افغان حکومت سره خبرو ته کیني.

په یاده اعلامیه کې له طالبانو غوښتل شوي، چې د پسرلنیو عملیانو له پیل ډډه وکړي او دغه راز افغانستان کې پر روان تاوتریخوالي اندېښنه ښودل شوې او د جګړې له ښکېلو خواوو غوښتل شوي، چې د تاوتریخوالي کچه راټیټه کړي.

 تر دې وړاندې هم مسکو کې د افغان سولې په تړاو غونډه ترسره شوې وه، چې یو شمېر هېوادونو په کې د طالبانو له اسلامي امارت سره مخالفت کړی وو.

دا چې ولې نړۍوال د طالبانو له اسلامي امارت سره مخالفت کوي، بېلابېل دلایل لريو یو عمده دلیل یې دا دی چې د طالبانو تر تسلط لاندې سیمو کې ژوند ډېر تریخ وي. د ښځو، ماشومانو، لویانو او بېلابېلو نورو اقشارو حقوق نه مراعتېږي. له خلکو د فردي ازادي حق اخیستل شوی وي او ګڼو نورو ستونزه سره خلک لاس او ګریوان وي.

پکار دا ده چې حکومت او طالبان په یو داسې نظام سره سلا شي، چې د افغانانو د راتلونکي خیر پکې وي او حداقل سرنوشت یې پکې تضمین شي. نه دا چې پرې وتپل شي. په اوس کې خو نه جمهوریت او نه امارت د افغانانو درد دوا کړی او تر خپله وسه یې ځورولي دي.

Comments are closed.

koi finance