The news is by your side.

يو بل ته د طالبانو او امریکایانو ګواښونه، دا خو به د جګړې پيل نه وي؟

خبريال ويب پاڼه/ تيره ورځ د مي لومړۍ نېټه چې د امريکايي ځواکونو وتلو ضرب الاجل سره برابره وه طالبانو د آمریکا پر ضد د هر ډول اقدام حق ځان ته ورکړ چې ورسره هممهاله د کندهار پر هوايي توغنديز بريدونه هم ترسره سول.

طالبانو وويل چې امريکا له هوکړو سرغړونه کړې او دوی ته د هر ډول غبرګون او عمل لاره‌ خلاصه سوې يعني بريدونه هم کولای سي.

د طالبانو له دې غبرګون وروسته په افغانستان کې د ملاتړ ماموریت قوماندان سکاټ ميلر پر کندهار د توغنديزو بريدونو په ځواب ويلي چې طالبان به له سخت غبرګون سره مخ سي.

په ډی خبرداري کې وول سوي چې بهرنیو ځواکونو وتل پيل کړي او که چيرې په دې بهير کې پرې بريد وسي نو دا به ستره تيروتنه وي دوی د طالبانو له بریدونو انديښنه ښودلې.

امريکايي پوځي چارواکو ويلي چې د وتلو بهير کې يې پر سرتيرو بريدونه ورته د منلو وړ نه دي او له ډير سخت غبرګون سره به مخ سي

تراوسه پوري طالبانو د بريدونو په هکله ښکاره څه نه دي ويلي خو ځان ته يې د هر ډول عمل کولو حق ورکړی او ويلي يې دي چې امريکا له هوکړو سر غړونه کړې.

د امريکا اا طالبانو د دوحې له هوکړي پوره ۱۴ مياشتې تيريږي چې د دې ۱۴ مياشتو په دوام پر ميڅ بهرني سرتيري بريد نه دی سوی خو په دې موده کې زرګونه افغانان د طالبانو په جګړو کې ژوند له لاسه ورکړی د رويټرز خبري اژانس د یوه راپور له مخې طالبانو په همدې ۱۴ مياشتو کې د امريکايي ځواکونو د اډو ساتنه کړې او څوک یې نه دي پريښي چې په افغانستان کې پر ميشتو بهرنيو ځواکونو بريدونه وکړي.

طالبانو بايد امريکا ته د خپلې سرغړونې سزا ورکړې وای او په همدې لومړۍ نېټه یې د درس لپاره پرې بريدونه کړي وای خو داسې مالوميږي چې طالبان ډار او ويري له امله نه سي کولی چې حتی د خپلو بریدونو خبره هم وکړي.

په ورته وخت کې طالبانو له افغان ځواکونو سره په روژه کې جګړه ثواب ګڼلې او د افغانانو وژلو ته جهاد وايي ځکه يې تراوسه خپلو بريدونو ته ادامه ورکړې

Comments are closed.

koi finance