The news is by your side.

ټام کروز خپل کمره مين له مرګه ژغورلی دی

ټام کروز فلمي لوبغاړي د فلم د صحنې پر مهال خپل کمره مين له مرګه ژوغورلی دی

د هالیووډ سینما د فلمونو پیاوړی لوبغاړی ټام کروز چې تر ډېره یې فلمونه جنګي بڼه لري ټوله نړئ کې په میلیونو مینووال لري.

ټام کروز د خپل راتلونکي نوي فلم “ناممکن مامریت” لپاره د یوې صحنې د ثبت پر وخت د خپل کمره مېن یا عکاس ژوند وژغوره.

د دې فلم لپاره یوه صحنه چې د انګلېستان د یارکشیر د رېل ګاډي په تمځای کې په روان رېل ګاډي کې ثبتېده، عکاس یې پر کېبل ځان تړلی و او باید په همدې خطرناک حالت کې یې د دغې صحنې ریکاډــ ثبت کړی وای.

دا رېل په چټکۍ سره روان و او ټام کروز هم د رېل ګاډي د ننه خپل عمل یا رول اداکو، چې د عکاس پښه د رېل ګاډي له اوسپنې خطا شوه او ممکن په دې شېبه کې له بهرنۍ برخې د ودانۍ له څنډې سره وهل شوی وی او یا هم لاندې خطا شوی وای چې بیا یې ژوند ته را ګرځېدل ډېر ګران و.

ټام کروز چې خپل عکاس په دې حالت کې وليده چې خپل توازن یې بایللی، فلمي رول یې پرېښود او په چټکۍ سره یې هغه له لاس را ونيوه او له دې سخت مرګوني ټکره یې وژغوره.

ټام کروز تر ډېره په جنګي فلمونو کې مخکښ دی چې په فلمونو کې دې ته ورته خطرناکو فعلونو سره ځينې صحنې ثبتوي او له همدې امله یې فلمونه هم زیات مینوال لري.

که څه هم ټام کروز په خپله په فلمونو کې په جعلي توګه د وسلې له لارې د ډېرو انسانانو ژوند اخلي خو د خپل کمره مېن په ژغورلو سره چې دا صحنه یې پر ټولنيزو رسنیو زیاته خپره شوه خلکو یې ډېره ستاینه کړې ده.

د کروز دا صحنه میلیونوو خلکو ستایلې ده او هغه یې د رښتیني ژوند اتل او خواخوږی یاد کړی دی.
د هالیووډ یا امریکایي سینما د دې پیاوړي لوبغاړي ټام کروز فلمونه په افغانستان کې هم ډېر مینووال لري؛ ځکه مخکې وویل شول د نوموړي فلمونه جنګي بڼه لري او د افغانستان خلک دا ډول فلمونه ډېر خوښوي.

د فلمونو جنګونه چې ټول جعلي بڼه لري خو که ښه کیسه ولري، په وطني مینه سمبال وي تر ډېره یې پایلې هم مثبتې وي او خلک ترې د پوهاوي په موخه ښه مطلب اخیستای شي.

د هالیووډ او بالیووډ سینما ډیری لوبغاړي اوس هڅه کوي د فلمونو له لارې خلکو ته خپل دودونه، پوځي قوت او همدا راز خپل پیغانونه ورسوي؛ مګر بدبختانه افغانستان لا هم د سینما په ډګر کې کوم خاص پرمختګ نه لري او دې برخې ته توجو کمه شوې ده.


 

Comments are closed.