پاکستاني پوځ محسن داوړ د علي وزیر تلین ته نه دی پریښي
خبریال وېبپاڼه/ د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی محسن داوړ وايي، چې د پاکستان پوځیانو د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ شهید کړل شوي غړي عارف وزیر تلین نمانځلو ته نه دی پرېښی.
نوموړي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې پلان یې درلود، تر څو د عارف وزیر په لومړي تلین کې برخه واخلي، خو د پاکستان پوځیانو له لوري پروګرام ته له ورتلو څخه منع شوی دی.
نوموړي وړاندې لیکلي، چې د پاکستاني پوځیانو له دې چلند څخه مالومیږي، چې د عارف وزیر په وژنه کې د چا لاس دی؟
که څه هم د عارف وزیر د په شهادت رسولو پړه پاکستاني پوځ په غاړه نه ده اخیستې، خو محسن داوړ داسې ګوته څنډلې چې عارف وزیر د پاکستان د پوځ لخوا په شهادت رسول شوی دی.
د عارف وزیر لومړی تلین په داسې حال کې نمانځل کیږي، چې لاهم د هغه تره زوی او د پاکستان د مرکزي اسمبلی غړی علي وزیر کراچۍ کې د پاکستاني پوځیانو په زندان کې پراته دي او تر اوسه یې د خوشې کېدو په اړه خاص څه نشته.
بل خوا ته بیا د عارف وزیر کورنۍ وايي، چې د وزیر د مرګ یو کال پوره شو؛ خو لایې هم قاتلین د قانون منګولو ته نه دي سپارل شوي؛ مګر د دې سربېره یې هره ورځ د کورنۍ لپاره د پاکستان پوځیان یوه او بله پلمه لټوي، ترڅو یې په دې توګه شکنجه کړي.
که څه هم د نوموړي د خلاصون لپاره په نړۍواله کچه لاریونونه وشول خو پاکستاني حکومت هېڅ باک رانه وړ او نوموړی یې لا هم په زندان کې ساتلی دی.
علي وزیر یې په دې تور زنداني کړی چې د پاکستان د ملي ګټو پر ضد یې خبرې کړې دي او عام ذهنیت یې د پاکستان پر ضد جوړ کړی دی.
د پاکستان پوځیانو تر دې وړاندې هم د پي ټي ایم ځینې غړي شهیدان او ټپيان کړي او ګڼ شمېر نور یې زندان ته اچولي دي.
پښتون ژغورنې غورځنګ کلونه د پښتنو د حقونو لپاره خپله مبارزه روانه ساتلې او ګڼ شمېر قربانۍ یې ورکړي دي، مګر له خپلې مبارزې یې لاس نه دی اخیستی.
bostancı escort
ataşehir escort
anadolu yakası escort
pendik escort
kurtköy escort
maltepe escort
kartal escort
anadolu yakası escort
antalya escort
antalya escort
ankara escort
ataşehir escort
kadıköy escort
bostancı escort
escort bostancı
kartal escort
escort kartal
escort maltepe
maltepe escort
escort pendik
ataşehir escort
kadıköy escort
pendik escort
maltepe escort
kartal escort
Comments are closed.