The news is by your side.

يوې مور سره د خپلو بچيانو ځان سيند ته غورځولی


جنګ دې ورک شي!
روان جنګ او جګړې زرګونه افغانان واخېسته، په سلګونه يې بې لاسه او بې پښو کړه، داسې نورو پکې سترګې بايلودې، مات، مات شول.

خو دلته يوازې جنګ نه دی؛ چې افغانان پکې وژل کېږي، بالکې د همدې جنګ له امله غربت او غريبۍ ډېر وګړي تورو خاورو لاندې کړه، ډېری يې خارج ته پر لاره د ځناور او سیندونو ښکار کړل.

دې جنګ افغانان هېڅ د ژوند په خوند پوی نه کړل، هرې کورنۍ ته ورسېده، چر چا يو ځل وڅکل، ځيني يې يوړل او ځيني يې مرګوني زخميان کړل…

دا د جنګ او ناامنۍ دلاسه!
يوه مور دومره مجبورېږي، چې اول خپل کور سوځوي او بيا سره د خپلو بچيانو ځان په سيند لاهو کوي.

دې مور به زړه ډېر په تنګ شوی و، ګنې ځان ګران دی او هېڅوک داسې کار نشي کولای.

دلته بدرنګ جنګ داسې کانې وکړې، چې په يو ملک کې هم نه دي شوې.

جنګ بس کړئ!
نن يوه مور د غريبۍ او بېوزلۍ له امله ځان اوبو ته غورځوي، ځکه چې دې وطن کې نور څه نه دي پاتې، بس وينې دي، وژنې دي، چاودنې دي، د ځوانانو لو ګډ دی، مورګانې کونډېږي، خويندې بې وروڼو کېږي، پلارونه بې اولادو کېږي، تنکي او نازک بدنونه تر خاورو لاندې کېږي او د وخت واکمنان ورته پر چوکيو ناست دي او پر سر یې ډالرې را ټولوي.

موږ جنګ نه غواړو!
دا د جنګ نتيجه ده، که جنګ نه وی؛ نو نن به يوې مور خپل ځان او بچيان په سيند نه لاهو کولای.

وسله والو!
نور ټوپک کېږدئ او پر خپلو هېوادوالو رحم وکړئ، ډېر مو ووژل، نور بس کړئ!
نور د پرديو په خوله خپل وروڼه مه وژنئ، نور دا د اسلام او دين خلاف جهاد مه کوئ.

ستاسو د دې جهاد له وجهې نن يوې مور ځان وژنه وکړه!
مطمئن اوسئ، چې اجر او ثواب به یې تاسې ته رسي.

تازه:
د تخار په فرخار ولسوالۍ کی یوې مور لومړی خپل کور ته اور ورته کړی او بيا يې له درېيو اولادونو سره ځان سيند ته غورځولی.

د روانې جګړې نتيجه
جنګه ورک شي!

ليکنه: عبدالرحمن ځلاند

Comments are closed.