The news is by your side.

تراوسه څومره امریکايي عسکر له افغانستانه وتلي؟

خبریال ویب پاڼه/ څه موده مخکې د امریکا ولسمشر جوبایډن اعلان وکړچې  سرتیري به یې تر ۱۱ د سپټمبر میاشتي له افغانستانه وزي او د دې روانې میلادي میاشتي  له لومړۍ نېټې يې د خپلو سرتیرو رسمي وتل پیل کړل.

امریکا په نوي خبرداري کې ویلي چې تراوسه يې  تر شپږ سلنې پوري تجهیزات ایستلې او دا بهیر د هرې ورځې  په تیریدلو سره پرمختګ کوي او امریکایان خپل تجهیزات له افغانستانه باسي.

د امریکا قوماندانۍ په خپل یوه بیان کې ویلي چې د تجیزاتو او سرتیرو وتلو لړۍ روانه ده او تراوسه پوري يې خپلې چارې شپږ سلنه بشپړې کړې او کوښښ کوي چې  دا بهیر  وغځوي.

د وړاندي سویو مالوماتو په حواله ویل سوي چې د امریکا پوځي کارګو الوتکو تر اوسه د تجهیزاتو د انتقال لپاره له افغانستانه ۶۰ الوتنې کړې دي، چې په خپلو دې الوتنو کې يې له دریو تر شپږ سلنې تجهیزات او سرتیري انتقال کړي دي.

خبر زیاتوي چې دوی ډیری تجهیزات افغان ځواکونو  ته ورکوي ځینې يې له ځان سره لیږدوي خو زیاته اندازه ۱۳۰۰ قلمه توکي  په نښه سوي چې باید امریکايي پوځ يې په افغانستان کې له منځه یو سي.

امریکا یوازي خپل سرتیري له افغانستانه باسي او ډیری به يې په نژدې سیمو او اروپايي هېوادونو  کې ځای پر ځای سي  تر څو د دوی په وینا حالات له نژدې وڅاري او  د اړتیا په صورت کې اړین تصمیمونه ونیسي.

ویل  کیږي چې امریکا ښايي د افغانستان ګاونډي هېوادونه چې پاکستان هم پکښي شامل دی  خپل سرتیري او الوتکې ځای پر ځای کړي چې ترڅو وکړای سي حالات له نژدې وڅاري.

امریکا د مي  پر لومړۍ نېټه د خپلو سرتیرو د وتلو پروسه پیل کړه چې  د راتلوونکي سپټمبر میاشت پوري به بشپړه او ټول بهرني سرتیري له افغانستانه ووزي.

خو امریکا ویلي چې په افغانستان کې به حالات له نژدې څارې او بیا به یې هم الوتکې پر یو شمېر هدفونو چې د القاعده او ترهه ګرو وي بریدونه کوي، دوی ویلي چې ټول سرتیري امریکا ته نه ستنوي او یو شمېر هېوادونو کې يې د اړتیا په پام کې نیولو سره ځا پرځای کوي امریکا د افغانستان سره د لازمه مرستو هم ویلي چې له وتلو وروسته به یې افغان حکومت سره کوي

Comments are closed.