The news is by your side.

د افغان خبریالانو ژوند له بګنونکو ګواښونو سره مخامخ شوی

خبریال: آداره

د افغان خبریالانو ژوند په داسي حال کې چې د ملک حالات په بي ساري توګه له ګواښونو سره مخامخ شوي، بګنونکی او د شدیدي اندیښني وړ دی.

په تیرو څو میاشتو کې تر لسو ډير افغان خبریالانو ملک په بیلا بیلو برخو کې وژل شوي دي.

افغان خبریالان اندیښنه لري چې روان ګواښونه به ډیر خبریالان له کاره لاس په سر کړي.

د دغو وژنو عاملین که څه هم تر اوسه په واضح توګه نه دي په ګوتو شوی لیکن نه طالبان او نه هم حکومت پلوه ځواکونه د دې وژنو مسولیت مني.

په تازه پیښه کې د طلوع پخوانی خبریال نعمت روان په کندهار کې په رڼا ورځ ووژل شو.

په  پلازمینه کابل کې دغې وژني د خبریالانو تر منځ شدیدي اندیښني را برسیره کړي دي او د رسنیو چلونکي حک حیران دي چې څرنګه کولای شي په روانو کړکیچنو حالاتو کې د خبریالانو ژوند خوندي کړي او هم ترینه کار واخلي.

افغان خبریالانو وايي چې دوي نه پوهیږي د دوی اصلي قاتلین څوک دي ځکه نه طالبان او نه هم حکومت د بریدونو مسولیت اخلي او نه هم څرګنده ده چې څوک د یادو وژنو تر شا دي.

خبریالان نامعلوم قاتل تر هر چا ډیر خطرناک بولي ځکه دوي نه پوهیږي چې کله او چیرته به د چا له لوري به نښه کیږي.

میرویس جلالزی

Comments are closed.