The news is by your side.

امریکا د افغان ځواکونو سره د مرستې عجبه خو ښه پریکړه وکړه

خبریال ویب پاڼه/ د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته که څه هم داسې فکر کیږي چې افغان ځواکونه به له ننګونو سره مخ وي خو امریکا په خپلې یوې تازه پریکړې د افغان ځواکونو په ګټه کار کړي

د امریکا د پوځ لوی درستیز مارک میلي په خپلو تازه څرګندونې کې چې  یوځل بیا د افغان پوځ په هکله کړې ویلي  چې دوی که له افغانستان ووزي هم د افغان پوځ مرسته او روزنه به کوي خو یو شمېر چارې به دوی په خپله پر مخ وړي.

د امریکا د پوځ لوی درستیز وویل چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته په یوه بل هېواد کې دوی د افغان ځواکونو روزنې ته دوام ورکړي د هغه په وینا دا د څو ټاکنو منځ کې یوه ټاکنه ده چې موږ کړې ده.

مارک میلي پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې وړاندې له دې يې د خپلو خبرو په ترڅ کې د افغان ځواکونو او افغانستان راتلوونکې په هکله اندېښنه ښودلې  وه هغه ویلي چې تراوسه یې د افغان هوايي ځواک د ملاتړ لپاره کوم پلان نه دی  جوړ کړی خو له خبرو يې داسې ښکاریده چې حتمي به کوم څه جوړوي ترڅو هوايی ځواک هم پیاوړی  سي.

امریکا یوځ بیا له افغان ځواکونو سره د روزنې او تجهیزاتو د مرستې یادونه بیا تازه کړه چې تردې وړاندې يې ولسمشر او بهرنیو چارو وزیرهم ویلي وو، چې فغانستان یوازي نه دی او موږ به تل ورسره ملګري یو او په ملکي برخه کې به د افغانانو مرسته وکړو.

د امریکا د لوی درستیز د تازه څرګندونو ترڅنګ نن د دې هېواد د دفاع وزیر هم تازه څرګندونې کړې وي او ویلي یې وه چې دوی په طالبانو ځکه ویاړ کوي چې پر افغان ځواکونو بریدونه کوي خو پر موږ يې نه کوي هغه د امریکايي ځواکونو وتلو وروسته د افغان ځواکونو اوحالت په هکله اندېښنه څرګنده کړې وه، خو په ورته وخت کې که څه هم د افغانستان په یو زیات شمېر ولایتونو کې جګړې دي خو افغان ځواکونه توانیدلي چې د طالبانو مقابله وکړي اوهغوی چې د ولایتونو نیولو کوم پلانونه درلودل شنډ کړي پرهمدې مهال افغان ولسمشر هم ویلي چې افغان ځواکونه پیاوړي او د خپل هېواد ساتنه کولای سي

Comments are closed.