The news is by your side.

عمر داودزی د سیمه ایزو ارګانونو ریس وټاکل شو

خبریال ویب پاڼهد اشرف غني د کمپاین مشر محمد عمر داودزی د سیمه ایزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د مشر په توګه وټاکل شو .

د ارګ سرچینو خبریال ویب پاڼې ته وویل چې د عمر داودزي د ټاکنې پر فرمان ولسمشر لاسلیک وکړ او هغه ته یې په ارګ کې مبارکي وویله .

عمر داودزی په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د محمد اشرف غنيد ټاکنیز کمپاین مشر وو.

عمر داودزی د افغانستان یوه سیاسي څېره ده چې په بیلا بیلو ادارو کې کار کړی دی .

نوموړی له ۱۳۷۵ لمریز کال نه تر ۱۳۸۰ کال پوري د په اسلام اباد کې په یو این ډېي نړۍ واله موسسه کې مرستیال مشر وو.

افغانستان ته د طالبانو له واکمنيوروسته راغلو او د حامد کرزي د حکومت پر مهال د ګڼو نورو سیاسیونو سره یو ځای په حکومت ورګډ شو .

په ۱۳۸۲ کال کې د حامد کرزيددفتر ریس او وروسته په  ۱۳۸۴ کال کې په ایران کې دافغانستان سفیر وټاکل شو .

له یو کال سفارت وروسته بېرته کابل ته راستون شو او په ۱۳۸۵ کال بیا په کابل کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر ریس وټاکل شو .

په کال ۱۳۹۰ کې چې دافغانستان او پاکستان اړیکي خرابې شوې یو ځل بیا عمر داودزی د اړیکو د سمون په موخه په پاکستان کې د سفیر په توګه وګمارل شو .

عمر داودزی له ۲۰۱۳ کال نه تر ۲۰۱۴ کال پوري د یو کال لپاره د افغانستان د کورنیو چارو د وزیر په توګه هم پاتې شوی دی .

عمر داودزی په په ۱۳۳۶ لمړریز کال د کابل ولایت په قرباغ ولسوالي کې زېږېدلی دی .

عمر داودزی د کابل پوهنتون د انجینري پوهنځي ته بریالی شو خو په ۱۳۵۶ کال کې د نورو ډېری ځوانانو په څېر ښاغليداودزيهم دافغانستان جهاد ته ملا وتړله او پاکستان ته لاړ .

په پاکستان کې د لږ وخت تېرېدو وروسته بریتانیا ته مهاجر شو او د بریتانیا په مانچسټر ښار کې له ویکټوریا پوهنتون نه د مدریت په برخه کې ماسټريوکړه .

ویل کېږي چې عمر داودزی له ګاونډیو هیوادونو پاکستان او ایران سره ښې اړیکيلرياو ښايي حکومت ته په بیا ننوتلو ددغو دواړو هیوادونو سره دافغانستان کړکېچنې اړیکيورغوي .

تر اوسه د عبدالمتین بیګ د افغانستان د محليارګانونو د خپلواکې ادارې مشر وو ؛ په ارګ کې د خبریال ډات کام سرچینې وايي چې ښاغلی بیګ د محليارګانونو د ادارې له مشرتوب نه په لیري کېدو خوښ نه وو؛ خو د سرچینې په وینا ښايي ولسمشر یې په کوم هیواد کې د سفیر په توګه مقرر کړي .

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance