The news is by your side.

اردوغان پر فلسطنینانو اسرائیلو ته په قهر او ورته يې ترهه ګر ویلي

خبریال ویب پاڼه/ ورورسته له هغه چې بیت المقدس کې د فلسطیني بې وسلو ولس او اسرائیلي پولیسو ترمنځ اخ ډب رامنځ ته سو په هکله يې د نورو نړیوالو مشرانو ترمنځ رجب طیب اردوغان د ترکیې ولسمشر هم غبرګون ښودلی او له دې اعمالو وروسته يې اسرائیل یوه تروریستي ډله بللې.

له ترو څو ورځو را په دې خوا د اسرائیلو له لوري په تشدد کې تراوسه پوروي سلګونه فلسطینیان ژوبل سوي او د دواړو لورو ترمنځ لاهم تشدد دوام لري.

اردوغان له اسلامي دولتوو غوښتي چې د فلسطین د ظلم په وړاندې د اسرائیلو د ترهه کر دولت د ظلم مخه ونیسي ا وپه دې برخه کې موثرې لارې ولټوي  هغه ویلي د اسرائیلو تروریستي دولت په بیت المقدس کې په بې رحمانه او غیري اخلاقي ډول سره پر مسلمانانو  او د فلسطین پر خوار ولس بریدونه کوي.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش هم له اسرائیلو غوښتي چې په هره برخه کې دي  له حوصلې او سوله ییزې لارې کار واخلي نژدې هره ورځ لسګونه فلسطینان د اسرائیلو له لوری ژوبل کیږي چې پکښي ډیری برخه يې ښځې او ماشومان دي.

اردوغان له ملګرو ملتونو او نورو نهادونو غوښتي چې د فلسطیین او اسرائیلو د قضيې په وړاندې باید چوپ پآتي نه سي او حتمي یو عسک العمل و ښيي همدارنګه د انقرې ښار کې هم د اسرائیلو سفارت مخ ته خلکو د فلسطینیانو پر وړاندې د اسرائیلو د ظلم په وړاندې لاریون کړی

که څه هم په دې اخ ډبونو کې د مرګ راپورو نه دی ورکول سوی خو ویل کیږی چې  تراوسه د اسرائیلي پولیسو او فلسطینیانو ترمنځ اخ ډب کې سلګونه کسان ټيپان سوي چې اسرائیلي پولیس هم پکښي شامل دي.

د دې اخ ډب پیل له څه وو؟

له کلونو کلونو را په دې خوا د اسرائیلو استبدادي رژیم له لوري پر مظلومو فلسطینیانو ظلمونه کیږي چې په یوه او بل نوم یې او وژني او ورسره تشدد کوي د جمعې په شپه د تاوتریخوالي د پیل انګیزه د هغې ځمکې غصب وږ، چې فلسطینیان پکښي اوسیږي خو یهودي ناقلین د ځان د ملکیت ادعا کوي او د دواړو لورو ترمنځ اخ ډب رامنځ ته سوی

Comments are closed.