ارګ: له اختره بغیر هم د ملکيانو وژل او عامه ځایونه نړول شرعي جواز نلري
خبریال ویب پاڼه/ ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د طالبانو له لوري د درې ورځني اوربند په بدل کې به افغان ځواکونه اوربند مراعتوي او پر طالبانو تعرضي بریدونه نکوي خو دوی کوم څه کول نو افغان ځواکونه مکلف دي چې دفاع يې وکړي.
په دې اعلامیه کې افغان دولت له طالبانو غوښتي چې درې ورځنی اوربند حل لارنه ده بلکي باید د دایمي اوربند لپاره زمینه مساعده او طالبان دایمي اوربند وکړي.
اعلامیه وايي افغان ولسمشر د طالبانو له لوري په ترسره سوي اوربند خبر دی خو افغانان رښتیني او دایمي اوربند ته اړتیا لري ولې باید وویل سي چې له اختره ماسیوا هم د ملکي وګړو وژل، زخمي کول او همدارنګه د عامه ځایونو تخریب او زیربیناوو له منځه وړل له اختره بغیر هم جواز نلري.
ارګ وايي طالبان دي د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانانو وژلو ته هیڅ راز شرعي دلیل نلري او همدارنګه وروستیو پیښو او نن د زابل پیښو ته په کتلو سره د طالبانو په وړاندې د خلکو د کرکې او نفرت سبب کیږي.
په دې اعلامیه کې یوځل بیا له طالبانو غوښتل سوي چې اوربند او دایمي سولې کولو لپاره دي غاړه کښيږدي ترڅو عام افغانان هوسا سي.
طالبانو نن خپلو جنګیالیو ته امر وکړ چې د اختر په دریو ورځو کې دي اوربند مرعت او له بریدونو کولو ډډه وکړي دوی ویلي چې د اختر درې ورځې به يې جنګیالي بریدونه نکوي.
د طالبانو دا کار له یو شمېر هرکلیو سره مخ سو خو یو شمېرو يې پر دې ټینګار وکړ چې د درې ورځني اوربند پر ځای باید طالبان دایمي اوربند ته لاره هواره کړي.
د روانې روژې میاشتي په دوام په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې خونړۍ پیښي رامنځ ته سوې چې پرمهال يې زیاته مرګ ژوبله ملکي افغانانو ته واوښته .
په وروستۍ پیښه کې چې ماین چاودنه وه زابل کې ۱۱ کې کسان شهیدان او یو زیات شمېر يې ژوبل کړل چې د خلکو له پراخو غبرګونونو سره مخ سول تراوسه پوري که څه د دې پیښي مسؤلیت چا پر غاړه نه دی اخیستی خو ډیروخت د سړک غاړې ماینونه د طالبانو له لوري ځای پر ځای سوي وي
Comments are closed.