The news is by your side.

پاکستان وايي، افغان جګړه نور د زغملو نه ده

خبریال وېبپاڼه / سره له دې چې پاکستان وار وار د افغان سولې په برخه کې د همکاریو ژمنه کړې او دلته یې تاوتریخوالی د ځان او نورو په زیان بللی دی، خو د سولې په برخه کې یې عملي هېڅ داسې ګام نه دی اخیستی، چې د جګړې پای ته رسېدو لپاره دې ګټور وي.
تازه د پاکستان د بهرنيو چارو وزير د امريکا د بهرنيو چارو له وزير سره په يوه ټیلېفوني اړيکه کې په افغانستان کې د تاوتريخوالى پر کمولو، اوږد مهاله اوربند او هر اړخيزه سياسي جوړجاړي باندې ټينګار کړى دى.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي دغه څرګندونې پرون د امريکا د بهرنيو چارو له وزير انتوني بلينکن سره په ټیلېفوني اړیکه کې کړې دي.
سرچينې زياته کړې چې په دغې اړيکه کې دواړو لوريو د نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان او فلسطين پر مسايلو هم خبرې وکړې.
قريشي يو ځل بيا د افغان سولې پروسه کې د خپل هېواد د ملاتړ ډاډ ورکړ او د دغې شخړې پر سياسي جوړجاړي يې ټينګار وکړ.
هغه ویلي چې په افغانستان کې نور د جګړې دوام د زغملو وړ نه دی او ښکېل اړخونه باید ژر تر ژره یوې هوکړې ته سره ورسېږي.
نوموړي زیاته کړې : (( د ټولو افغانانو، سيمې او نړيوالو مسووليت دى چې د خپل هېواد د شخړې د هواري لپاره سياسي هوارى پيدا کړي او روان جنګ د خبرو له لارې حل کړي. ))
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چې قريشي په دغې اړيکه کې له افغانستانه په مسوولیت سره د ناټو او امريکايي ځواکونو پر وتلو هم ټينګار وکړ.
هغه ویلي چې افغانستان باید داسې یو په یو پرېنښودل شي او باید په مسوولانه توګه بهرني ځواکونه ووځي، څو بیا دلته د ترهګرۍ ریښې را پورته نه شي.
قرشي زياته کړې چې د تاوتريخوالي کمول، اوږد مهاله اوربند او هر اړخيزه سياسي جوړجاړى د افغانستان د قضيې لپاره ډېر اړين دي.
دا لومړی ځل نه دی چې پاکستان د افغان سولې په برخه کې په نمایشي توګه ښه نیت څرګندوي، بلکې تر دې وړاندې یې هم ځلونه دا ډول څرګندونې کړې دي، چې هېڅ یوه یې هم عمل کې نه ده ثابته کړې.

Comments are closed.