The news is by your side.

ایا د افغانستان او پاکستان ترمنځ رښتیا پټ توافق رامنځ ته سوی؟

خبریال ویب پاڼه/ افغانستان ته د پاکستان د لوی درستیز ناڅاپي سفر او بیا یې جزیات پټ ساتل دا شکونه نور هم زیات کړي او ډیر د دولت پخواني چارواکي وايي چې دولت له پاکستان سره پر یوه پټ توافق کار کوي خو دولت رد کړې ده.

تراوسه پوري په ښکاره ډول سره نه دي ویل سوي چې باجوه په خپل سفر کې چې افغانستان ته یې د بریتانیا له لوی درستیز سره یوځای کړی وو، څه وکړل؟

څه ډول شکونه موجود دي؟

د افغان دولت یو شمېر پخواني چارواکي پر دولت شک کوي چې له پاکستان سره يې پټه معامله ترسره کړې د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مشر رحمت الله نبیل وايي چې د باجوه ولسمشر او د بریتانیا لوی درستیز ترمنځ درې اړخیزه غونډه د تړلو دروازو شاته ترسره سوې چې دوه نیم ساعته یې دوام کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر یوه نظامي توافق بحث سوی.

په و رته وخت کې سوال پیدا کیږي چې ولې د پاکستان د لوی درستیز سفر چې افغانستان ته مهم هم وو، د تړلو دروازو شاته ترسره او جزیات یې شریک نه سول دوی یوازي د پاکستان مخکنۍ خبرې چې له سولې سره مرسته کوي د افغان ولسمشر له خولې وکړې.

عبدالکریم خورم د افغان حکومت پخواني چارواکي د پاکستان په وړاندې د دولت سیاست ته په اشارې د حمدالله محب خبرې را اخیستې او ویې ویل چې محب د پاکستان په وړاندې احساساتي خبرې وکړي خو په خپلو خبرو کې يې د ډیورنډ دې خوا ته راتګ وغانده لکه چې کرښه يې منلې وي.

خو افغان حکومت دغه ټولې څرګندونې بې بنیاده بللې او د دې خبرو د سرچینو په هکله يې یوه ټوکیزه بڼه هم ورکړې ده.

عامه ذهنیت څنګه دی؟

دولت که چیري د دې شکونو لیري کول غوښتل او رښتیا هم کومه معامله نه ترسره کیدله نو لومړی یې باید د باجوه غونډه او راتګ رسنیز کړی وای او له هغه وروسته که يې دا چاره هم نه وای ترسره کړې نو باید د باجوه او ولسمشر د ناستې په هکله يې رښتیني مالومات خپاره کړي وای خو داسې هیڅ ونه سول ځکه پخوانیو چارواکو او عام ولس په دې اړه شکونه رامخ ته کړل

Comments are closed.

koi finance