خلیلزاد ته د طالبانو اعتراف، په نویمه لسیزه کې په اداره نه پوهیدو
د افغانستان په هکله د امریکا بیلابیلې رسنۍ وخت پروخت مقالې او مطلبونه خپروي چې پکښي د افغانستان راتلوونکې نظام او نورو بدلونونو په هکله څه ویل سوي وي.
اوس تازه واشنکټن ایګز ماینر خپرونې یو تازه مطلب خپور کړی چې د طالبانو افغان سولې او د دې هېواد د راتلوونکي په هکله یې بیلابیل اړخونه څیړلي دي.
مطلب وايي خلیلزاد د امریکا د استازو جرګې ته په خبرو کې د طالبانو به هکله وویل چې دوی ورته ومنله چې په ۹۰ کلونو کې په اداره نه پوهیدل خو اوس پوهیږي دوی دا خبرې د خلیلزاد د هغه څرګندونو چې ویل يې طالبانو بدلون کړی راوړې دي خو ټینګار یې دا دی چې په طالبانو باید باور و نه سي.
دې خپرونې د افغانستان لپاره دوه د نجات لارې چې د افغان ځواکونو پر طالبانو برلاسي کیدل او یاهم د طالبانو راوستل د سولې پروسې ته وړاندې کړي او ویلي دي چې له دې دوه څخه د یوه له لارې افغانستان کولای سي چې پر خپلو پښتو ودریږي
د طالبانو دا اعتراف تر یوه حده د دې وړ دی چې وسلوال طالبان دي پر دې و پوهیږي چې اوس نړۍ او افغانستان خورا پرمختګ کړی او باید دوی هم ورسره ځآنونه عیار کړي.
طالبانو رښتیا بدلون کړی؟
په دې اړه ضد او نقص نظریات او کړنې موجود دي دي طالبان غواړي چې نړۍ ته ښکاره کړي چې دوی ډیر زیات بدلون کړی او ان اوس نجونو ته هم اجازه ورکوي چې ښوونځۍ ته ولاړې سي په مزار شریف کې د رسنیو له لارې داسې انځورونه خپاره سول چې د طالبان تر ولکې لاندې سیمو کې نجونو ته دښوونځيۍ د تک اجازه ورکول کیده خو له لوګره بیا داسې راپورونه خپارل سول چې طالبانو د نجونو ښوونځي تړلي دي.
په عمومي ډول د طالبان پخوانۍ مفکوره د دوی په لیکو کې پر نویو ځوانانو زیاته اغېزه نه لري او تر ډیره بریده به د عملي کیدلو وړ هم نه وي، خو بیا هم د دوی ایاډیالوژي او فکر تغیر نه دی کړی او د یوې دایرې په شکل یې ښايي له یوه ځآیه بل ځای ته تغیر کړی وي
Comments are closed.