The news is by your side.

د امریکايي تجهیزاتو په هکله بده وړاند وینه

خبریال ویب پاڼه/ یوې امریکايي ورځپاڼې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د لته د امریکايي تجیزاتو په هکله یو راپور چمتو کړی او د هغوی د خوندیتوب لپاره يې اندېښنه ښودلې.

امریکا ویلي چې د خپلو تجهیزاتو له چوپې څخه لږ اندازه له ځان سره وړي افغان ځواکونو ته یې سپاري او ډیره اندازه یې له منځه وړي د راپورونو له مخې امریکا ۱۳ قلمه جنس په افغانستان کې له منځه وړي چې دا کار د افغانستان په کور دننه کې له مخالفتونو سره مخ سوی.

اوس میلیټري ټایمز ورځپاڼې چې په پوځي برخه کې مطالب خپروي ویلي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو وروسته د هغه څه په هکله چې امکان لري امریکايي تحهیزات به د طالبانو لاس ته ولویږي اندېښنه لري.

دې ورځپاڼې ویلي ممکن چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته ګڼ تجهیزات د طالبانو لاس ته ولویږي ځکه موږ په تجربه له عراقه تر وتلو وروسته ولیدل چې د امریکایي ځواکونو موټرونه او نور تجهیزات د داعش ډلې لاس ته لویدلې وو.

تراوسه پوري امریکايي چارواکو دې ورځپاڼې ته ویلي دوی خو افغان ځواکونو ته تحهیزات او وسایل ورکوي او ورته سپاري خو تراوسه پوري افغان چارواکو دا ډاډ نه دی ورکړی چې امریکايي تجهیزات به د طالبانو لاس ته نه لویږي.

امریکايي ځواکونو د مۍ له لومړۍ نېتې څخه تر نن ورځې  له افغانستانه د تجیزاتو او سرتیرو وتلو لړۍ روانه کړې چې د مالوماتو له مخې ښايي تر شل سلنه لاهم زیات دا پروسه بشپړه سوې وي.

د امریکايي ځواکونو تجهیزات

په افغانستان کې امریکايي ځواکونه زیات تجهیزات لري چې یوازي د یوه میلیارد ډالرو په ارزښت به افغان ځواکونو ته تجهیزات پریږدي او تر دې زیات تجهیزات چې قیمتونه یې هم لوړ دي له منځه وړي او زیات شمېر مهم تجهیزات له افغانستان څخه له ځان سره لیږدوي.

افغان دولت ویلي چې  له امریکايي لوري تجهیزات ترلاسه کوي او همدارنګه يې ډاډ ورکړ چې د امریکايي او بهرنیو ځواکونووتلو وروسته د هېواد ساتلو او دفاع کولو ته چمتو دي او د دې چارې په بشپړه کولو کې کوښښ کوي تراوسه پوري بارونه موجود دي چې د بهرنیو ځواکوو وتلو وروسته به یو شمېر ستونزې موجودي وي

Comments are closed.