The news is by your side.

تحریک طالبان پاکستان بیا پر پاکستاني عسکرو غوبل جوړ کړی

خبریال وېبپاڼه/ د تحریک طالبان پاکستان ډلې د باجوړ په سرحدي سیمو کې د پاکستاني پوځ پوسته سقوط کړې، چې ګڼ شمېر پاکستانیو ته یې په کې مرګ ژوبله اړولې ده.
د یادې ډلې ویاند محمد خراساني ویلي، چې د دوی ملګرو تېره ورځ د باجوړ په سرحدي سیمو کې د پاکستان د پوځ هغه پوسته په نښه کړې، چې ګڼ شمېر وسلې او مهمات په کې وو او دوی ته به یې هر وخت ستونزې جوړولې.
د خراساني په خبره، د تېرې ورځې په سهار د تحریک طالبان پاکستان جنګیالیو یاده پوسته تر خپل برید لاندې راوستې او له لنډ مقاومت وروسته یې سقوط کړې ده.
د خبرپاڼې له مخې، په یاده پوسته کې ۸ پاکستاني عسکر وژل شوي او وسلې او مهمات یې هم تحریک طالبان پاکستان ډلې ته د غنیمت په ډول پاتې شوی.
تحریک طالبان پاکستان څوک دي؟
کله چي پاکستانی استخباراتو د دویم ځل لپاره د افغانستان پر خلاف د طالب ترهگرو جنگول پیل کړه ورسره سم يي پاکستانی طالبان هم جوړ کړه دا کار يي په لمړیو وختونو کي په ښکاره وکړ ، د ( تحریک طالبان پاکستان) مشرانو سره د پاکستانیو پوځي چارواکو د لیدنو او ملاقاتونو وډیو گاني او تصاویر اوس هم په ټولنیزو رسنیو کي لاس په لاس کیږي ، د پلان سره سم يي وروزل تجهیز يي کړل او بیا يي د بغاوت د پاره په پاکستان کي د شریعت د نفاظ انگېزه ورکړه ، په دې کار کي پاکستانی استخباراتو څو گټلي لیدلې.
لومړی دا چې د همدغو ترهګرو ( طالبان پاکستان ) ځپلو په پلمه پاکستان له امریکا په میلیارډونو ډالر واخستل ، مخکي دا تجربه دوۍ امریکا ته د ځني القاعده او د طالب رژیم د پخوانیو مشرانو امریکا ته په ورسپارولو کړې وه ، کله چي د القاعده او طالب مشرانو نیولو او امریکا ته سپارولو پروژه نور د لمړیو وختونو په څېر عاید نه درلود نه داسي د پام وړ څوک ور پاته شوه ، (تحریک طالبان پاکستان) ډله جوړول يي ښه بدیل وباله.
بل دا چې پاکستان استخباراتي چارواکو فکر کاوه چي افغانستان به هم د دوۍ د ترهگرۍ په عکس العمل کي د انتقام په توګه د دوۍ صنعت ( تحریک طالبان پاکستان ) لکه څنګه چي دوۍ افغان طالبان استعمالوي ، استعمال کړي لکه څنګه چي افغان طالبان افغانستان ویجاړوي په همغه ډول به د پښتونخوا سړکونه پلونه مکتبونه عامه تاسیسات ویجاړ کړي انسانان يي په مساجدو جنازو او بازارونو کي قتل عام کړي چي په دې سره به د پاکستان تر واک لاندي پښتنو او افغانستان تر منځ یوه دایمي دښمني ځاي ونیسي چي بیا به نه د پاکستان تر واک لاندي کم پښتون ته ډیورنډ یا د افغانیت ادعا زهن ته ورشي نه به يي په فکر کي د افغانستان سره د دوستي او خواږۍ په نوم څه پاته شي خو افغان حکومت نه یوازي چي پاکستانی طالبان يي حمایه نه کړل هغه د دوۍ را استولي يي بیرته په تابوتونو کي ور واستول چي بلاخره پاکستانی استخبارات مجبور شوه چي دا کار خپله وکړي لکه څه موده مخکي د پاکستان د پوځه تښتېدلي پوځي په یوه ویډیو کي اعتراف کاوه چي د پېښور ارمي پبلیک سکول د ماشومانو په وژنه کي د پاکستان پوځ مستقیم ښکیل وه ، خو هغه وخت پاکستانی پوځ د خپلو خلګو د ازهانو مخشوشولو او او د افغانستان پر خلاف ترهګر ساتني جنایت ته د مشروعیت ورکولو په هڅه کي يي بیله ثبوته افغانستان په خپلو جرایمو تورن کړ.

Comments are closed.