The news is by your side.

ننګرهار کې د زیتونو حاصلات مخ پر زیاتېدو دي

خبریال وېب پاڼه/ سږکال به ننګرهار کې د زيتونو حاصلات څو برابره زيات وي.

د ننګرهار وادې کرنيز شرکت مسئوولين وايي، چې سږکال به د زيتونو حاصلات د تېرو کالونو په پرتله څو برابره زيات وي.

د هډې فارم امر سيد اغا مياخېل وايي، چې سږکال يې ۸۷۷ هکټاره ځمکه کې د زيتونو د بوټو په مسلکي او عصري ډول پالنه کړې او هيله يې وښوده، چې د تېرو کالونو په پرتله به د زيتونو حاصلات څو برابره لوړ وي.

د يادونې ده، چې د ننګرهار وادې کرنيز شرکت اړوند زيتونو فابريکه کې هر کال د زيتونو له پروسس څخه تېل او اچار توليديږي او د هېواد سربيره بهرنيو هېوادونو ته هم لېږل کيږي، چې هلته ښه بازار لري.

بل خوا بیا د ۴۵۹ میلیونه کرنیزو پورونو ورکړه منظور شو.

د کرنیزو پورونو د منظورۍ د کمېټې غونډه، له وړاندې شویو معلوماتو او د کمېټې د غړو پوښتنو ته د قناعت وړ ځوابونو ورکولو وروسته د ۴۵۹میلیونه کرنیزو پورونو ورکړه منظور او تایید کړه.

اووه مورده پورونه منظور شوي، چې څلور مورده یې د بامیان کوپراټیفونو اړوند دي، چې په کې بېلابېلې برخو له ډلې د اوړو د تولید په پار د غنمو پېرل، د ماشینونو پېرل، د ټراکټورونو او کرنیزو توکو پېرل، په بامیانو کې د کچالو د کرکېلي په پار د کچالو تخمونه او کیمیاوي سرې پېرل، صادراتو لپاره وچې مېوې پېرل او پر بزګرانو نغدې پیسې وېشل شامل دي.

دکرنې په وزارت کې د کرنې د پراختیا د صندوق د پورونو د منظورۍ کمېټې غونډه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د تخنیکي معینیت سرپرست او د پورونو د منظوری د کمېټې مشر محبوب الله ننګ او د کرنې وزارت د پلان او پالیسۍ د رییس او د کرنې د پراختیا صندوق د چارواکو په شتون کې په لاره اچول شوې وه.

د کرنې د پراختیا د صندوق تخنیکي ټیم، یادې کمېټې ته د پور اووه غوښتنې ور وپېژندلې او د کمېټې غړو ته د پور غوښتونکو د فعالیتونو په هکله بشپړ معلومات ور کړل.

د کرنې د پراختیا صندوق اجراییي رییس ډاکټر ایمل ارمان، چې د دې پور ورکوونکی دی، وایي، چې په دې سختو شرایطو کې یې بزګران نه دی هېر کړي او دې ته ژمن دی، چې د دوی د اړتیا وړ پورونه په خپل وخت د دوی په واک کې ورکړي په ځانګړې توګه د بامیانو د کوپراټیفونو یو زر او ۵۰۰ غړو ته چې هر کال دغو پورونو ته سترګې پر لار وي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت تر چتر لاندې یاد صندوق د کویډ-۱۹ یا کرونا ناروغۍ له خپراوي څخه د مخنیوي په پار د ګرځبندیز سره سره د کرنې د ودې او پراختیا په پار له هېڅ ډول هڅې نه دي په شا شوي او هلې ځلې کوي، چې د امکان تر کچه په روان فصل کې د کرنې بنسټ پیاوړی شي.

د کرنې د پراختیا صندوق یو مالي دولتي غیر بانکي بنسټ دی، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت تر چتر لاندې فعالیت کوي.

د افغانستان د کرنې د ودې او ښه کولو په موخه د مالي منځکړیتوبونو او پور ورکولو له لارې سوداګریزو بزګرانو او سوداګرو ته پورونه ورکول د دې صندوق عمده دندې دي.

یاد صندوق د خپل تأسیس له پیل څخه تر دې دمه بزګرانو ته ۱۰,۸ میلیارده افغانۍ پورونه ورکړي او دغه راز کرنیزو سوداګرو، کوپراټیفونو، د کرنې او مالدارۍ ټولنو، مالي منځګړیو، د غوا ساتنې، کب روزنې او چرګانو روزنې فارمونو، د وچ او تازه مېوو صادروونکو او پروسس کوونکو، د اوړو د تولید فابریکو، د کرنیزو توکو د تولید شرکتونو، مغازو او د کیمیاوي سرو واردوونکو او د کرنې برخې پر سوداګرو ۸,۴ میلیارده افغانۍ وېشلي دي.

له دغو چوپړونو څخه په ۳۲ ولایتونو کې ۴۷زره او ۸۹۲ بزګران په مستقیم ډول برخمن شوي دي.

دمګړۍ د کرنې د پراختیا صندوق د افغانستان د کرنې د سکټور د تمویل مخکښه مرجع بلل کیږي، چې مرکزي دفتر یې په کابل کې دی او په بلخ، هرات، کندهار او ننګرهار کې هم سیمه اییز دفترونه لري.

د یادونې وړ ده چې د کرنې د پراختیا صندوق بودجه نړیوال پراختیایي ادارې «USAID» له خوا ورکول کیږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance