ښه خبر؛ ژر به د سولې خبرې بېرته پيل شي
خبریال وېبپاڼه/ که څه هم د سولې خبرو درېدو او د جګړې شدت افغانان سخت اندېښمن کړي دي او په یو ډول خپل برخلیک تیاره ویني، خو اوس بیا تازه هیلې پيدا شوې دي، چې ښايي بېرته خبرې پیل شي.
تازه د ملي مصالحې عالي شورا رییس ډاکټر عبدالله عبدالله په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې د افغان حکومت له مذاکراتي پلاوي سره یې کتلي او پر بېلو مهمو مسایلو خبرې شوې دي.
دده په وینا په دې لیدنه کې د هېواد پر روان وضعیت بحثونه شوي دي او ټینګار شوی چې افغان جګړه باید د خبرو له لارې ختمه کړل شي.
د ډاکټر عبدالله عبدالله په خبره افغان حکومت ددې ملاتړی دی چې روانه جګړه د خبرو له لارې ختمه شي او ټول تمرکز پر مذاکراتو دی.
هغه زیاته کړې چې د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی به ژر بېرته دوحې ته ستون شي او هلته په ټپه ولاړ مذاکرات به بیا ځلې پيل کېږي، څو ژر یوې نتیجې ته ورسېږي.
د سولې خبرو پيل ښه خبر دی، خو تر دې مهمه لا دا ده چې د سولې په اړه د برخلیک ټاکونکې پرېکړې (استانبول غونډې) سرنوشت مالوم شي او دواړه لوري پکې ګډون وکړي، ځکه د سولې خبرې تر دې وړاندې هم په دوحه ې روانې وې، مګر چندان نتیجه یې مالومه نه ده او باید چې د ترکیې غونډې له لارې د خبرو برخلیک مالوم شي.
دلته بیا هره ورځ جګړه شدت اخلي او د ورځې لسګونه عام افغانان او امنیتي ځواکونه شهیدانېږي، چې دغه وضعیت عام افغانان سخت اندېښمن کړي دي.
Comments are closed.