د تحریک طالبان مهم قوماندان افغانستان کې وژل سوی
خبریال ویب پاڼه/ یو شمېر پاکستانۍ رسنۍ خبر ورکوي چې د پاکستان تحریک طالبان یو مهم قوماندان مفتي خالد په افغانستان کې په نښه او وژل سوی دی.
تراوسه پوري د دې خبر تاید نه پاکستان او نه هم تحریک طالبان کړی خو پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې دا طالب قوماندان په افغانستان کې وژل سوی.
تحریک که څه هم دا خبر نه دی تاید کړی خو ویلي يې دي چې له خالد سره يې له تیرو دوه ورځو را په دې خوا اړیکي پرې سوې او حال پرې نلري دوی يې نه د مرګ او نه هم د ژوند خبر تاید کړی.
جزیات وايي چې دا طالب قوماندان له کونړ څخه ننګرهار ته پر لارې وو، چې په نښه سوی او له منځه تللی دی تر اوسه پوري افغان لوري او ولایتي چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ویلي خو ډیر ځله د طالبانو د دې تحریک چې ځان تحریک پاکستان طالبان بولي لوی قوماندانان افغانستان کې وژل سوي او ډیری يې له طالبانو څخه په داعش ډلې بدل سوي دي.
خالد افغانستان کې څه کول
په پاکستان کې ټولې مذهبي او جنګي ډلې د ای ایس ای تر سایې لاندې فعالیت لري او د همدې تحریک یو شمېر غړي هم چې د پاکستان پر ځای افغانستان کې جګړه کوي نو د همدې استخباراتي ډلې تر تسلط لاندې وي او غواړي د ای ایس ای موخې افغانستان کې عملي کړي خالد همدا غوښټل چې په بیلابیلو نومونو بې ګناه افغانان ووژني او د لته خپلې ټولې طرحې عملي کړي.
د پاکستاني رسنیو له طرفه دا نه دي ویل سوي چې دا کس د چا له خوا وژل سوی خو په عمومي ډول د لته د طالبانو او داعش ترمنځ هم کله کله اخ ډب رامنځ کیږي.
خو د خالد مفتي مرموزه وژنه لاهم انګیزه يې نه ده مالومه او نه هم په رسمي ډول د دې قضيې جزیات چا وړاندې کړي خو د تحریک پاکستان طالبان ډیر لوی قوماندانان افغانستان کې وژل سوي او له دې وړاندې په نښه سوي دي.
جزیات وايي چې د تحریک طالبان ډيری غړي له طالب نه په داعش اوښتي او افغانستان کې په ډیری خرابکاره فعالیتونو کې لاس لري
Comments are closed.