عمران خان ته پر څه غیرت ورغلی؟
خبریال ویب پاڼه/ د پآکستان لومړي وزیر عمرانخان ایله په ټول ژوند کې یوه د غیرت خبره کړې چې دا به رښتیا وي که دروغ د یوه دوه مخې تش په نوم اسلامي هېواد لومړي وزیر صرف نن ځان خواخوږی معرفي کړ.
عمراخان د خپلو خبرو په لړ کې له هند سره د سوداګریزو اړیکو د ښه کولو په هکله و یلي چې له هند سره زموږ سوداګریزې او نوري اړیکي عادي کول د کشمیر له خلکو سره خیانت دی او باید داسې ونه سي.
د مالوماتو پر بنسټ عمراخان د خپل غیرت کولو یوه برخه کې د کابینې په یوه ناسته کې چې مشري يې کوله له هند سره د سوداګریزو اړیکو د ښه کولو په برخه کې قاغذونه رد کړي.
خو داسې مالومیږي چې تر هرڅه وړاندې پآکستان له هند سره د اړیکو ښه کولو لپاره زارۍ کولې کله چې د دې دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي لاهم خرابې وې نو بیا پاکستان هند سره د حسن نیت کارونه کول نور مالومات نسته خو ښايي پآکستان د کشمېر خلکو ته هم په کوم چل او فریب کې وي ځکه همدا د پاکستان پېشه ده
هغه وویل چې له هند ښي اړیکي موږ د یوه نړیوال لوی مارکیټ سره نښلوي خو دا چاره نه سو ترسره کولی هغه د کشمیر مسله د فلسطین غوندي وبلله او ویې ویل چې په کشمیر کې له کشمیریانو څخه په زور ځمکې نیول سوې دي.
تراوسه پوري هند یوازي پر خپل حالت پاتي دی او هیڅ د حالت د عادي کولو او بدولو کوښښ يې نه دی کړی خو دا جالبه ده چې د تاریخ په اوږدو کې ښه یابد د یوه پاکستاني مشر داسې د غیرت څه نه دي خپاره سوي خو د عمران خان بې ځایه غیرت ته هم د شک په سترګه کتل کیږي.
د کشمیر حالت
د هند دولت له لوري د تیر کال په اګسټ میاشت کې له ځانګړي حالته و ایست او د خپلو نورو ایالتونو په څیر يې کړ چې د پاکستان له سخت مخالفت سره مخ سو ولې که چیري بیا هم د سودا کولو کومه موقع پیدا سي نو دا خلک به د پاکستان له لوري په بنډلونو پیسو وپلورل سي
Comments are closed.