The news is by your side.

ناټو د افغانستان په اړه مهمه ناسته لري

خبریال وېبپاڼه/ د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع او بهرنیو چارو وزیران نن د افغانستان په اړه مهمه ناسته لري او ځینو مهمو مسایلو به پکې خبرې وکړي.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ رسنیو ته ویلي په دې غونډه کې به په افغانستان کې پر روان وضعیت، د سولې پر هڅو، د بهرنیو ځواکونو پر وتلو، د سرتېرو تر وتلو وروسته د افغان پوځ پر ملاتړ او په یوه بل هېواد کې د افغان ځواکونو د روزنې ماموریت په اړه خبرې کېږي.
هغه ویلي په افغانستان کې به د ناټو ملکي ماموریت دوام کوي او هڅه کوي له دغه هېواد سره د ظرفیت جوړونې او پرمختګ په برخه کې همکارۍ ډېرې شي.
نوموړي زیاته کړې چې ناټو یو سوله ییز او امن افغانستان غواړي څو نړۍ ته پکې احتمالي رامنځته کېدونکي ګواښونه ختم او د پرمختګ نوی فصل پيل کړي.
ده طالبانو ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې نور باید د سولې خبرو ته غاړه کېږدي، څو روانه جګړه ختمه او دواړه لوري په ګډه د دغه هېواد د ابادي لپاره کار پيل کړي.
ده د افغان حکومت په ملاتړ هم ټینګار کړی دی او ویلي یې دي چې هېڅلکه به دوی د افغانستان د تېرو شلو کلونو لاسته راوړنو د ضایع کېدو اجازه ورنه کړي.
ټاکل شوې چې دغه غونډه کې نن د شاوخوا دېرشو هېوادونو د بهرنیو چارو او دفاع وزیران ګډون وکړي او د افغانستان پر وضعیت به بحثونه ولري، چې عمده ټکی به یې سوله وي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له پرله پسې غوښتنو سربېره بیا هم د سولې خبرو ته غاړه نه ده ایښې او اوس هم دې برخه کې ګڼې ستونزې موجودې دي.
دواړه لوري حد اقل تر اوسه د خبرو بیا پيل ته نه دي تیار شوي، افغان حکومت طالبانو باندې تور لګوي چې د خبرو خنډ دي او طالبان بیا حکومت په ناغېړۍ تورنوي.

Comments are closed.