پاکستان د طالبانو پر غاړه پښه ور ایږدي
خبریال ویب پاڼه/ د پاکستان سفیر په کابل کې لومړی پوی سوی او بیا يې د افغانستان له بهرنیو چارو وزیر سره په لیدنه کې د نویو ژمنو خبرې کړې او د سولې د همکارۍ ډاډ يې ورکړی.
منصور احمد خان چې په کابل کې د پاکستان سفیر دی د افغانستان بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر سره د لیدنې پر مهال د پاکستان له طرفه د افغان سولې په برخه کې د صادقانه هڅواو همکاریو ډاډ ورکړ.
په پاکستان هیڅ باور هم نسته یوازي يې ژمنې زده او غواړي خطا ایستل وکړي خو داسې ښکاري چې افغان دولت له دوی سره پوی سوی او خپلې پالیسۍ ته یې د د ې هېواد په وړاندې تغیر ورکړی.
منصور خان په دې لیدنه کې ویلي چې پاکستان په افغانستان کې د سولې ملاتړی ددی او په هیڅ صورت نه غواړي چې څوک دي د زور او نظامي لارو ځان واک ته ورسوي چې د ده هغه ګنګوسو ته اشاره وه چې طالبان به د نظامي لارې هڅه وکړی ترڅو واک ته ورسیږي.
د ده له انده دا چې طالبان له نظامي لارې نه سي کولای واک ته ورسیږي نو ورڅخه يې غوښتنه داده چې باید د خبرو له لارې انتخاب وکړي او پر مذاکراتو تمرکز زیات کړي.
د پاکستان په وړاندې وروستی سنګر
افغان دولت درې ورځې وړاندې په خپلو څرګندونو کې پاکستان په دوه مخې توب تورن کړ او زیاته يې کړه چې د دې هېواد خبرې او عمل ځمکه او اسمان فرق لري هغه وویل چې په دې هېواد کې اوس هم ترهه ګر فعال مرکزونه لري او د افغان جګړې لپاره تمویل کیږي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي پاکستان د طالبانو په ملاتړ تورن کړ او زیاته یې کړه چې دا هېواد اوس بمونه اوجنګیالي افغانستان ته د جګړې لپاره رالیږي.
تر دې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب په خپلو څرګندونو کې وویل چې پاکستان د افغانستان په څلور لسیزه جګړه کې لاس لري او لاهم خپلو شومونو موخو ته دوام ورکوي چې د ده دا خبرې د پاکستان د قهر سبب هم وګرځیدې او له نوموړي څخه یې رسمي ناستې او اړیکې قطعه کړې او ويې ویل ورسره اړیکې نه ساتي
Comments are closed.