The news is by your side.

شمالي وزیرستان کې پر پاکستاني پوځیانو خونړی برید شوی

خبریال وېبپاڼه/ د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې پر پاکستاني پوځیانو خونړی برید ترسره شوی دی چې په پایله کې یې نهه پوځیان وژل شوي دی او شپږ نور سخت ټپیان دي.

د رسنیو د راپورنو له مخې، دغه برید پرون مازدیګر رامنځته شوی دی.
په شمالي وزیرستان کې پر پاکستاني پوځیانو برید په داسې حال کې ترسره کیږی، چې له تېرو دوه اونیو راپه دې خوا د همزونې سیمې اوسېدونکي په میرانشا کې د پاکستاني پوځ د یو کمیپ مخې ته د راټول شوي او د خپلو نیول شویو کسانو د راخوشې غوښتنه کوي.
سره له دې، چې د پاکستان حکومت په یاد برید کې یواځې د ۶ پوځیانو د ټپي کېدو او یو بل تن د وژل کېدو خبره مني؛ خو ځايي اوسېدونکو ویلي، چې پر پوځیانو شوی برید خورا خونړی برید و، چې ۱۵ پوځیانو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
که څه هم د یاد برید مسؤلیت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی؛ خو په یادو سیمو کې اکثره بریدونه د تحریک طالبان پاکستان ډلې له لوري ترسره کیږی.
په روانه اوونۍ کې له ۲۰ ډېر پاکستاني پوځیان په بلوچستان او وزیرستان کې وژل شوي دي.
وړمه شپه بیا بلوچ جنګیالیو د کېچ په «بولان او تربت» سیمو کې پر پاکستاني پوځیانو برید کړی و، چې دوه تنه یې ووژل او پنځه نور یې ټپیان کړي دي.
دغه راز په یاد برید کې د پاکستان د پوځ لوړپوړی چارواکی «عاطف» هم سخت ټپي شوی دی.
په ورته وخت کې تېره ورځ بلوچ جنګیالیو د بولان په «پير اسماعیل» سیمې کې د پاکستاني پوځیانو پر پوستې برید کړی وو، چې ۴ تنه یې وژلي او ۸ نور یې سخت ټپیان کړي وو.
د بلوچستان د ازادي غښتونکې ډلې ویاند ګهرام بلوچ د یاد برید مسوولیت منلی وو او زیاته کړې یې ده، چې دوی به د پاکستاني پوځیانو د تاوتریخوالي ځواب خامخا ورکوي.
باید یاده شي، چې پاکستاني پوځیانو په دې وروستیو کې پر بلوچانو د تاوتریخوالي کچه لوړه کړې، او له سخت ځواب سره مخ شوي دي.
دغه راز پاکستاني پوځیانو په تېره یوه میاشت کې تر شلو ډېر بلوچ ځوانان له ځان سره نامعلوم لوري ته وړي دي.

Comments are closed.

koi finance