امریکا هغه چې باید د افغان پوځ په هکله يې کړې وي خو نه يې دي کړي
د سپټمبر میاشتي تر ۱۱ نېټې به د ټولوامریکايي او بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر بشپړ او دوی به بې غمه سي خو جګړه به یوازي افغان ځواکونه کوي چې سره له اوسه ورته اندېښنې موجودي دي.
امریکا د افغان پوځ لپاره یوګونګ حالت اعلان کړی پنټاګون ویلي چې د سرتیرو وتل يې په عادې ډول سره روان دی خو د افغان پوځ په هکله تراوسه پوري څه نه سي ویلی چې د دوی دا دریځ خوارا اندېښمنوونکی دی.
د اوس لپاره یو شمېر امریکايي رسنیو هم په دې هکله خپل مطلبونه خپاره کړي او ویلي يې دي چې امریکا د خپلو پوځیانو د وتلو له بهیر بشپړتیا وروسته کوم داسې مالوم پلان نلري چې له مخې يې افغان پوځیانو ته مرستې روزنه او ګټه ورسیږي.
هغوی ویلي د امریکا او بهرنیو سرتیرو وتلو په بشپړیدو دي ولې امریکا تر دې دمه د افغان ځواکونو د روزنې او ملاتړ په اړه هیڅ پلان نه دی شریک کړی.
د پنټاګون ویاند هم د خپلو سرتیرو د وتلو د بهیر د ښه والي په هکله وویل خو زیاته یې کړه چې د افغان ځواکونو د روزنې د ماموریت په هکله څه نه سي ویلای.
تراوسه پوري افغان ځواکونه د ناټو او امریکايي ځواکونو له لوري روزنه او پالنه کیدل خو داسې اندېښنې دي چې امریکا د افغان پوځ د روزنې د بهیر او نورو برخو کې د ښکاره پلان خبره نه ده کړې.
امریکا له ۲۰۱۵ زیږدیز کال را په دې خوا د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې افغان ځواکونه روزل او ملاتړ یې ترې کاوه، خو اوس د دې ماموریت په هکله خنډونه رامنځ ته سوي.
تراوسه پوري لاهم داسې نه ښکاریږي چې امریکایان دي ټوله پوځیان وباسي دوی یوازي د جګړې له ډګره ځان ګوښه کوي خو اندېښنې دادي چې د جګړې په ډګر کې به د افغان پوځ د ملاتړ په هکله امریکا او نور متحدین څه وکړي؟
د امریکايي ځواکونو د وتلو په درشل کې لاهم په یو شمېر ولایتونو کې د طالبانو او افغان پوځ تر منځ جګړې رامنځ ته سوې او خلک ورته زیاتي اندېښنې لري
Comments are closed.