The news is by your side.

طالبان وايي، درې نورې ولسوالۍ یې نیولې دي

خبریال وېبپاڼه/ د راپورونو له مخې وسله والو طالبانو د نورستان د منډول او دو اب ولسوالۍ نیولې دي او امنیتي پرسونل یې د قومي مشرانو په همکارۍ له سیمې په مصونه توګه ایستل شوی دی.

امنیتي سرچینې هم د یادو ولسوالیو سقوط تاییدوي او امنیتي ځواکونو ته د ور اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه وايي.
د سرچینې په خبره طالبانو دو اب ولسوالي نېولې ده او له دې ولسوالۍ د منډول ولسوالۍ امنیتي پرسونل هم ایستل شوی دی.
د منډول امنیتي او اداري چارواکي له کلونو راهیسې په دو اب کې وو او له دې ځایه به یې چارې تنظیمولې.
ددغه ولسوالۍ امنیتي مسوولین وایي له حکومت یې په پرله پسې توګه د مرستو غوښتنه کړې ده، خو مرستې نه دي ور رسېدلې ځکه نو دا پېښه رامنځ ته شوې ده.
بل خوا طالبانو د غزني د ده یک ولسوالۍ د نیولو ادعا هم کړې ده، خو د غزني ځایي چارواکي وایي ولسوالۍ سقوط نه دی کړی، بلکې د قومي مشرانو په غوښتنه د ولسوالۍ مرکز له یوه ځایه بل ځای ته لېږدول شوی دی.
بل خوا د بغلان په جیلګه ولسوالۍ کې هم د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ د سختې جګړې راپورونه ورکړل شوي دي.
طالبانو یو ځل بیا جګړو ته شدت ورکړی دی او دا مهال په ډېری ولایتونو کې شدید جنګ روان دی چې ملکي وګړو ته هم تر ډېره پورې مرګ ژوبله اوړي.
عام افغانان دغه وضعیت سخت اندېښمن کړي دي او پر ښکېلو اړخونو غږ کوي چې ژر تر ژره دې اوربند وکړي.
که څه هم ټاکل شوې وه چې د تېرې پنجشنبې په ورځ په دوحه کې د سولې بین الافغاني خبرې اترې بیا پيل شي، خو داسې ښکاري چې طالبان بیا دغو خبرو ته علاقه نه ښيي او ځان تېر باسي.
د افغان حکومت مذاکرتي ټیم وار دمخه دوحې ته رسېدلی دی خو د خبرو د پيل څرک نه لګېږي.

Comments are closed.