The news is by your side.

د پوهان باوري د مړینې په هکله غبرګونونه

خبریال ویب پاڼه/ پوهان محمد رسول باوري چې د هېواد وتلی تاریخ پوه او علمي څیره وه نن له دې نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې د هغه د مړینې په هکله افغان ولسمشر سیاسي او فرهنګي څېرو دولتي چارواکو عملي مرکزونو او قبایلي مشرانو خواشیني څرګنده کړې او د هغه مړینه یې د هېواد لپاره لویه تشه بللې

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د پوهان باوري مړینه د هېواد او خلکو لپاره لویه ضایع بللې او زیاته کړې  يې ده چې مرحوم باوري زرګونه محصلین وروزل او د هیواد د فرهنګ او لرغونپوهنې په برخه کې یې ډېر خدمتونه کړي . باوري د فرهنګي میراثونو او تاریخي ابداتو د خوندي کولو او ساتلو لپاره د لسګونه کتابونو او مقالو په لیکلو سره د ملي فرهنګ او هویت روښانه تعریف ملت ته په میراث پرېښود، مړینه یې لویه ضایعه ده.

د هېواد د ملي سردو لیکوونکي شاعر او لیکوال عبدالباري جهاني د باوري پر مړینه د خواشینۍ په ښودلو سره ویلي چې د ده تشه به کلونه کلونه ډکه نه شي او زیاته یې کړه چې پوهان باوري د هېواد تاریخي او لرغوني برخې  ته زیات خدمتونه کړي

د افغانستان د علومو اکډمي د خواشنۍ په څرګندولو سره وویل چې استاد باوري  د دې ترڅنګ چې غوره تاریخ پوه څیړونکی او لیکوال وو، په کابل پوهنتون کې يې د استادۍ مقدسه دنده هم درلوده او همدارنګه د ده ځای د هېواد دلرغون پوهنې او تاریخ برخه کې ځانګړی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي محسن داوړ د استاد باوري مړینه د لر او بر افغان غمیزه بللې او هیله یې ښودلې چې د پوهان استاد باوري تشه به ډکه او ځای ناستی به یې وټاکل شي.

د افغانستان په کور دننه او بهر پښتنو لیکوالانو استادانو ځوانانو چارواکو او د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د پوهان باوري مړینه د هېواد لپاره نه جبرانیدونکې تشه بللې او هیله یې ښودلې چې د هېواد په نوي نسل کې  به د پوهان باوري ځای ناستي پیدا او تشه به یې ډکه کړي هغوی د پوهان باور د ټولو علمي اثارو بدیل بل هیڅ نه دي بللي او دا اثار يې د لرغون پوهنې تاریخ په برخه کې یو ښه ښوونیز نصاب بللی

Comments are closed.

koi finance