The news is by your side.

امریکا بیرته افغانستان راګرځي

خبریال ویب پاڼه/ داسې احتمالونه چې امریکا به بیرته افغانستان را وګرځي ډير شوي او ښايي امریکا دا ځل په پوره قوت بیرت را وګرځي.

تراوسه پوري د امریکا دفاع وزارت یوه مرستیال او یوه سناتور دا څرګندونې کړې خو نن دا څرګندونې یو ځل بیا د امریکايي ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان تازه کړې.

جنرال کېنټ مکینزي د افغانستان په هکله جالبې څرګندونې کړې او ویلي یې دي چې امریکا افغانستان ته د بیرته تګ په هکله کار کوي.

د ده په وینا امریکا غواړي طالبان و ازمايي، خو زیاته کړې يې  ده چې دوی د افغان ځواکونو نه یوازي ملاتړي دي بلکې د وتلو له پلان سره سم پر دې هم کارکوي چې د حالت په ډيرو خرابیدو په صورت کې بیرته څنګه افغانستان ته وګرځي.

روان وضعیت

د مي میاشتي له لومړۍ نېټې څخه را په دې خوا د طالبانو له لوري د افغانستان په ګڼو ولایتونو د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ درنې جګړې ترسره شوې او لاهم روانې دي چې تراوسه پوري يې زیاتي ولسوالۍ هم له لاسه ورکړې دي.

نن د افغانستان دفاع وزیر هم له خپلې دندې استعفا ورکړه.

د دفاع وزیر اسدالله خالد چې له ناروغي تر رغېدلو وروسته هیواد ته ستون شو پر یوه امنیتي پلان کار وکړ چې له مخې به یې د طالبانو د بریدونو او د ولسوالیو د سقوط مخنیوی په سمه توګه کېده؛ او دا پلان تر جوړېو وروسته د ولسمشر اشرف غني سره شریک کړل شو.

د ارګ سرچینو خبریال وېبپاڼې ته وویل چې د دفاع وزارت له لوري ‌د نوي جوړشوي امنیتي پلان سره ولسمشر غني او پر هغه را څرخېدلو کسانو مخالفت وکړ او افغان امنیتي سرتېرو ته اجازه ورنکړل شوه چې د نوي پلان له مخې پر طالبانو بریدونه وکړي یا برید ګر حالت ته راووزي.‌

هم دا راز په نوي امنیتي پلان کې چې د دفاع وزارت له لوري‌ د پوځ اعلی سرقوماندان اشرف غني ته ورکول شوی وو د پولیسو او اربکیانو ملاتړ ته د چتګ غبرګون لپاره د افغان کمانډویانو د ورتګ او عاجل ورتګ برخه شامله وه.

په نوي پلان کې د طالبانو له لوري د نیول شویو ولسوالیو بېرته چټک نیول او هغه سیمې د پوځ له لوري په نښه کول هم شامل وو چېرته چې طالبان او طالب قوماندانان اوسېږي.

Comments are closed.

koi finance