The news is by your side.

ارګ: پاکستان طالبانو سره ژورې اړیکي لري او د افغانستان چاروکې دي لاس وهنه نه کوي

خبریال ویب پاڼه/ د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اړیکو په هکله له وړاندې هم افغان ولسمشر او سیاسي مشرانو خبرې کړې وې  خو اوس یې تازه بیا ویلي چې پاکستان له طالبانو سره ژورې اړیکي لري

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ په خپلو نویو څرګندونو کې  ویلی  چې پاکستان دي له طالبانو سره د ژورو اړیکو په درلودلو سره د افغان سولې سره مرسته وکړي او د دې اړیکي په استفادې دي د سولې برخه کې خپل رول ولوبوي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د ویاند مرستیال محمد امیري د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شامحمود قریشي په ځواب کې تازه دا څرګندونې کړې، او زیاته کړې يې ده چې ډير مالومات شته چې د پاکستان او طالبانو یو له بل سره ژورې اړیکې ثابتوي.

امیري وویل پاکستان په وار وار ژمنې  کړې خو د خبرو له مطلبه يې داسې ښکاري چې نه دي عملي شوې خو اوس دي پر طالبانو له خپل نفوذه په کار اخستلو سره افغانستان د یوې پایدارې سولې لپاره اقدام وکړي، او د افغانستان په چارو کې دي لاس وهنه نه کوي

پاکستان تر دې وړاندې هم د افغان ولسمشر او نورو لوړ پوړو مسؤلینو له لوري  له طالبانو او ترهه ګرو ډلو سره پر اړیکه لرلو تورن شوی او دا تر لمر ښکاره خبره ده چې د افغانستان په څلويښت کلنه جګړه کې پاکستان مستقیم رول لري او دا جګړه مخ ته بیايي.

موده مخکې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب پاکستان په افغانستان د څلورو لسیزو را په دې خوا د جګړې تمویل کوونکی او ترسره کوونکی بللی او غوښتنه يې کړې چې  نور دا هېواد له افغانستان سره اخلاص وکړي.

په ورته وخت کې  ولسمشر هم یو وخت وویل چې طالبان اوس هم پاکستان سره اړیکي لري او له هغه ځایه د افغانستان جګړې ته راځي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر تیره ورځ په خپلو تازه څرګندونو کې وویل چې اشرف غني امریکا ته ځي ولې د ټولو ناکامیو پړه پر پاکستان اچوي چې ولسمشرۍ ماڼۍ يې مقابل کې دا څرګندونې کړې.

تراوسه پوري هیڅ مالومه نه ده چې د پاکستان په مخالفت څرګندونې رښتیني او که د خلکو د خطا ایستلو لپاره ترسره کیږي 

Comments are closed.

koi finance