پنټاګون ومنله چې یو شمېر سرتیري پریږدي
خبریال ویب پاڼه/ د امریکا دفاع وزارت په خپل نوي بیان کې ویلي چې دوی د افغانستان روان وضعیت اندېښمن کړي او له طالبانو يې غوښتنه کړې چې سولې ته کښني.
د پنټاګون ویاند جان کربي که چیري حالات همداسې روان وي نو دوی مجبوره دي چې د کابل هوايي ډګر امریکا سفارت او یو شمېر نورو ځایونو د امنیت لپاره خبل سرتیري په افغانستان کې پریږدي، د ده په وینا تراوسه پریکړه نه ده شوې خو دوی مجبوره دي چې دا کار وکړي.
کربي طالبان تورن کړل چې خپلو ژمنو ته متعهد نه دي او جګړې کولو ته يې زور ورکړی خو دوی باید وپوهیږي چې د افغانستان د موضوع لپاره یوازنی حل لاره خبرې دي
که څه باید ټول بهرني سرتیري له افغانستانه باید تر راتلوونکې سپټمبر میاشتي ۱۱ نېتې پوري ووزي خو امریکا خپل پوځیان له دې نېټې وروسته هم افغانستان کې د امنیت د تامین لپاره کابل کې پریږدي، چې لا له وړاندې يې طالبانو خبرداری ورکړی.
په ورته وخت کې د روان تاوتریخوالي په هکله د امریکا سفارت هم غبرګون ښودلی
زور له لارې د طالبانو له طرفه د حکومت د رامنځ ته کولو په هکله یو شمېر غبرګونونه پخوا هم موجود ول خو اوس تازه د امریکا سفارت د وروستي تاوتریخوالي په هکله هم غبرګون ښودلی.
د امریکا د سفارت سرپرست او شارژدافیر راس ویلسن په خپلو تازه څرګندونو کې د تاوتریخوالي پر زیاتیدلو او په دې تاوتریخوالي کې د ملکي وګړو پر تلفاتو ژوره اندېښنه ښودلې او له طالبانو يې د جګړې دریدلو غوښتنه کړې ده.
راس ویلسن پر ټویټر لیکلي چې د طالبانو له لوري وروستی تاوتریخوالی اوهدفي بریدونه نور د منلو وړ نه دي او ږغ کوم چې طالبان دي روان تاوتریخوالی پای ته ورسوي.
ویلسن د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه چې نړۍ به طالبانو ته د زور له لاري د حکومت نیولو اجازه ورنکړي ځکه نو طالبان باید د خبرو میز ته ستنه شي او جګړه کول پریږدي.
روان تاوتریخوالی چې اوج ته رسیدلی اوس مهال هم په یو شمېر ولایتونو کې جګړې روانې دي او دا مهال تر سلو زیاتي ولسوالۍ د وسلوالو طالبانو په لاس کې دي چې کیدلای شي نور خطرات هم رامنځ ته شي ولې دولت د حالت د کابو کولو په هکله تراوسه هیڅ هم نه دي کړي.
Comments are closed.