The news is by your side.

عمراخان هم ومنله چې د طالب مشرانو کورنۍ پاکستان کې دي

خبریال ویب پاڼه/ د پاکستان لومړي وزیر عمراخان په خپلو خبرو کې یوځل بیا افغانستان محور ګرځولی او ویلي یې دي چې دوی د افغان سولې پلوي دي  او مداخلې نه کوي.

عمراخان د خپلو خبرو په دوام وویل په افغانستان کې د مداخلو پلوي نه دی او د امریکا هغه غوښتنه چې زموږ څخه غواړي پر طالبانو فشار راولو نو د دې وړتیا نلرو.

عمراخان وویل موږ ځکه دا کار نه شو کولی چې پاکستان کې یوازي د طالب مشرانو کورنۍ دي او د دوی د کورنیو غړي نه شو زنداني کولای

عمرانخان زیاته کړه چې دوی په افغانستان کې د سولې پلویان دي او د دې غوښتونکې دي چې په افغانستان روانه جګړه ژر ترژره ختمه شي.

پاکستان لکه پخوا چې يې د لته ګټې درلودې او د جګړې تمویل يې کاوه وویل چې د هیڅ یوې ستراتیژیکې ګټې  پسې نه دي او  نه هم د جګړې د کوم لوري ملاتړ کوي.

تر دې وړاندې عمرانخان ویلي چې دوی او دولت يې د افغانستان په هکله خپله پالیسي بدلوي او نور په افغانستان کې لاس وهنې نه کوي همدارنګه ده وویل چې پاکستان په افغانستان کې تل د جګړې د یوه لوري ملاتړ کړی او له دې وروسته به یې ونکړي ځکه چې دوی ته يې کومه ګټه نه ده رسولې.

پاکستان د افغانستان په وړاندې تل له تبعیض او غیري قانوني لارو چارو کار اخیستی په دې هېواد کې د نیابتي جګړې ملاتړ کړی او د ترهه ګریزو ډلو مالي تمویل هغه یادونې  دي چې د پاکستان پر کړنو او نه صداقت دلالت کوي.

په دې وروستیو کې د نړیوالې ټولنې او افغان حکومت له لوري د پاکستان په وړاندې جدي دریځونه د دې لامل شوي چې پاکستان هم څه لاس او پښه و ښوروي، او افغانانو ته دا باور ورکړي چې دوی نور د سولې او ثبات لپاره ښکاره او پټ د افغانستان سره د تخریب پر ځای مرسته کوي.

تراوسه پوري هیڅ باور نه دی موجود چې ایا پاکستان به په رښتیا داسې کړنې ترسره کړي، موده وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني چې د پاکستان ټولې ژمنې يې تعقیب کړې وویل د پاکستاني چارواکو خبرې او عمل زیات توپیر سره لري.

Comments are closed.

koi finance