The news is by your side.

پاکستان د افغانستان په وړاندې له زړې ګناه توبه کاږي وايي نور سمیږو

خبریال ویب پآڼه/ د پاکستانیانو د فریاد او غوغا ږغونه  راپورته شول ټولې نړۍ ولیدل او په تیرو کړو کارونو او کړنو ټول پېښمانه شول او همدارنګه وویل نور سمیږي.

موده وړاندې سیاسونو او پارلمان له دولته د افغانستان په هکله د پالیسۍ او کړنو غوښتنه وکړه چې باید دوی ته مالومات وړاندې کړي چې پاکستان یې په هکله څنګه پالیسي ولري.

اوس د پاکستان د پوځ او استخباراتو له لوري پارلمان ته د افغانستان د وضعیت په هکله مالومات ورکړي دي، په دې غونډه کې د قمبر باجوه ترڅنګ د پارلمان غړو او نورو نظامي مسؤلینو برخه درلود.

مهمه خبره چې پر تیره ګنا باندې پېښماني څرګنده شوې د پاکستان د استخباراتو مشر ویلي چې د پاکستان خاوره به هیڅ کله بیا د افغانستان پر ضد استعمال نه شي او دوی د سولې بهیر پوره ملاتړ کوي.

رسنیو ته په خبرو کې پاکستاني حکومت د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید ویلي ټول سیاسي ګوندونه د خپل پوځ ننګه کوي او همغږي دي.

پاکستان توبه ایستلی

د پاکستان څلويښت کله پالیسي به رښتیا تغیر شي؟ ایا اوسني مسؤلین يې په بغیر له دروغ ژمنو له افغان سولې سره مرسته او له طالبه لاس اخلي دا هغه پوښتنې دي چې په نژدې راتلوونکې کې د پآکستان له تعقیب وروسته به ځواب شي.

تراوسه پوري داسې احتمالونه او باورونه زیات دي چې پآکستان خپله ستونزو کې را ګیر شوی او غواړي چې وتلو یوه لاره ځان ته پیدا کړي ځکه نو نړیوالې ټولنې او افغان دولت ته د یو ستر بدلون خبره کوي.

خو تحلیل دا دی چې په سیمه کې هرڅه بدلیدونکي دي او لوبه پر بل لوري اوړي تراوسه پوري داسې نه انګیرل کیږي چې پآکستان دي په رښتیا هم دومره مسلمان شوی وي.

لومړي وزیر عمران خان په ډیره عاجزي سره امریکا ته وویل چې دا د دوی په وسه کې نشته چې طالبانو باندې دي فشارونه زیات کړي او د سولې خبرو ته دي مجبوره کړي ده ومنله چې د طالب مشرانو کورنۍ همدلته پاکستان کې دي خو دوی يې د کورنیو غړي نه شي زنداني کولای خو دا یې ډاډ ورکړ چې د افغانستان په کورنیو چارو کې به مداخله نه کوي

Comments are closed.

koi finance