The news is by your side.

قریشي موږ نه یو ګرم د افغانانو تګلارې ناکامه دي

خبریال ویب پاڼه/ په دې  وروستیو کې د افغان حکومت له لوري  پر پاکستان باندې ګذارونه زیات شوي او  په هکله يې یوځل بیا شامحمود قریشي خوله وهلې او ویلي یې دي چې پر پاکستان دي نه لګیږي.

شامحمود قریشي د پاکستان له لوري د خبرو د مرچلونو مسؤل هم ګڼل کیږي او تل يې د افغان دولت هر غبرګون ته ځواب ویلی اوس یې یو ځل بیا د افغان دولت هغه خبرو ته چې هغوی د پاکستان په اړه کړې غبرګون ښودلی.

قریشي وویل یوازي د پاکستان په ارزښت عوام ښه پوهیږي او د پاکستان بیاینې ملاتړ کوي د ده له اشارې څخه داسې ښکاري چې د افغان حکومت په اړه یعني زموږ په ارزښت نه پوهیږي.

قریشي زیاته کړه چې پاکستان په افغانستان کې د هیڅ یوې ډلې پلوي نه دی بلکې  په دې هېواد د جګړې د ختم سولې او ثبات راتللو پلوي او ورته کار کوي.

په دې وروستیو کې د افغان حکومت چارواکو ان تر ولسمشرۍ ماڼۍ د پاکستان په هکله منفي خبرې شوې او دا هېواد په خپلو چارو کې په دوه مخیتوب او همدارنګه په نه صداقت تورن شوی دی او ویل شوي دي پاکستان له طالبانو سره د اړیکې په درلودلو سره په افغانستان کې د جګړې ملاتړ کوي.

ارګ وویل چې اوس هم د افغان جګړې قومانده له پاکستانه کیږي او د دې هېواد تر ولکې لاندې یو شمېر ښارونو کې طالبان فعاله شورا وي لري او له هغه ځایه همداطالبان تمویل تجهیز او بیا افغانستان ته د جګړې کولو لپاره راځي.

له دې سره تر خوا په افغانستان کې نورو لوړ پوړو دولتي چارواکو او سیاسي مشرانو هم د پاکستان پر ناسم سیاست د افغانستان په وړاندې انتقاد کړی او غوښتنه يې کړې ده چې پاکستان دي د افغان سولې له پروسې سره چې اوسمال یوه اساسي بهیر ته ننوتلې همکاري وکړي او په رښتین ولي سره دي د خپلو ټولو ګټو په نظر کې نیولو سره وړاندې ولاړ شي.

امریکا او نړیوالې ټولنې هم له پاکستانه ورته غوښتنې کړې خو پاکستان پرې سر نه دی ګرولی ځکه نو ښايي امریکا له افغانستانه تر وتلو وروسته پر دې هېواد یو لړ بندیزونه ولګوي

Comments are closed.

koi finance